برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې د کورني امنيت د مشاورتي شورا غړيو ‌ډله ايزه استعفا

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د دغې شوار څلورو غړيو د امريکې د کورني امنيت وزير کرېسټين نېلسن ته په يو ليک کښې خپله استعفا وړاندې کړه او وې ويل د غېر قانوني مهاجرينو د کورنيو د غړيو له يو بله جدا کول يو کرکه راپارونکے او غېر سنجيده اقدام دے.


د امريکې حکومت د غېر قانوني مهاجرينو د داخلېدو به وړاندې د صفر زغم په اصطلاح سياست غوره کولو سره يو ترټولو ښکار او مسلم انساني حق تر پښو لاندې کړے دے. د دغه سياست په چوکاټ کښې تقريباً دوه زره ماشومان په تېرو هفتو کښې په زور له مور پلاره جدا کړې شوي او د امريکې او مېکسيکو په پولو کښې يې په بيلو کېمپونو کښې بندي کړې شوي دي.
ملګرو ملتو د امريکې د دغه چلند په غندلو سره اعلان وکړه چې د هغه سياست په اړه ژوره اندېښنه لري چې د هغه مطابق ماشومان د هغوي د والدينو د چلندونو په خاطر سزا کوي.
امريکه يوازېنے هغه هېواد دے چې د ماشومانو له بنيادي حقوقو حخه د ملاتړ نړيوال متن يې نه دے تصويب کړے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array