برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش وفات شو

آریانانیوز: د امريکا 41 ولسمشر د ٩٤ کلونو په عمر پرون مړشو.


دى د بل پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش پلار او د امريکا متحدو ايالتونو يوڅلوېښتم ولسمشر و.
د ده د مړينې خبر د ده کورنۍ په يوه اعلاميه کې ورکړى دى.
جورج ايچ ډبليو بوش چې له ١٩٨٩میلادي کاله تر ١٩٩٣میلادي کاله پورې د امريکا ولسمشر و، وروسته يې زوى د ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته لار پيدا کړه.
ده پرون د امريکا پر وخت د شپې پر لسو بجو او لسو دقيقو ساه ورکړه.
جوج اېچ ډبيلو بوش په ٢٠١٢ میلادي کال کې اعلان کړى و چې د اندامونو د رېږد يا پارکينسون په ناروغۍ اخته دى.
دا هغه صحي ستونزه ده چې د ناروغ شخص حرکات محدودېږي يا خپل حرکات نه شي کنټرولولاى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي