برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امريکائي فوځيانو وتل له عراق څخه پیل شول

آریانانیوز: درسنیود رپوټ له مخې د څارنې هغه برجونه چې په الحانيه اډه کښې امريکائي ځواکونه پکښې پراتۀ وو خالي کړې شوي دي.
امريکائي ځواکونو د تېر زيارت په ورځ هم د الانبار صوبې په القائم ښار کښې له خپلې اډې څخه شاتګ وکړ.
ځينو سرچينو د امريکې دغه په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويرې له په وجه بللے دے.
د عراق زياتره خلق له خپلو چارواکو څخه له خپلې خاورې نه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وېستلو غوښتونکي دي.
يو بل خبر دا چې د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو د دغه هېواد په صلاح الدين صوبه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه سرغنه له خپلو نورو دريو ملګرو سره هلاک کړل.
دغه ترهه ګر عناصر د يوې چاودنې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په حال کښې وو چې د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا پرې حمله اوشوه او هلاک کړې شول.

شریک یي کړئ!