برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

له تلعفر څخه د داعش له خوا د تښتول شویو ۴۰۰ ښځو نامعلوم برخلیک

آریانانیوز: د عراق د تلعفر ښار والي تایید کړه چې د داعش له خوا د تښتول شویو ۴۰۰ ښځو برخلیک لا هم معلوم نه دی.


د نینوا ولایت د تلعفر ښار قوماندان قاسم محمد شریف اعلان وکړ چې داعش عناصرو له تلعفر ښاره څه دپاسه څلور سوه ښځې تښتولی او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

د رووداف په وینا، نوموړی په ډاګه کړه چې داعش عناصرو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغه ښار له اوسېدونکو له ۴۰۰ تر ۴۵۰ ښځې تښتولي او برخلیک یې لا هم معلوم نه دی.

د تلعفر والي زياته کړه: له ٤٠ څخه تر ٥٠ تښتول شوې ښځې بېرته ښار ته ستنې شوې، خو د پاتې نورو د برخليک په اړه معلومات نشته. هغه یادونه وکړه چې په ځینو عراقي کډوالو کې د تلعفر یوه کورنۍ هم شته چې په دې وروستیو کې له الهول کمپ څخه راستانه شوې ده. تلعفر ښار په نینوا ولایت کې د موصل په لویدیځ کې یو له لویو عربو ښارونو څخه دی.

له دې مخکې یوه خبری آژانس څرګنده کړې وه چې دوه سوه شپیته ایزیدی ښځې او نجونې د داعش له منګولو په تېښته بریالي شوي خو تراوسه د هغو ۳۲۰۰ ښځو او نجونو په اړه کوم خبر نشته چې د داعش عناصرو له خوا د جنسي غلامانو په توګه نیول شوي دي.

د دوی ډیری سړي وژل شوي او د شینګل غره(د سنجار غره لپاره د ایزیدي کلمه) په شاوخوا په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي