برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د اسلام پیغمبر (ص) د سپکاوي په خاطر د هند د بنګلور اوسیدونکو قهر

آریانانیوز: د بي بي سي په وینا ، د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په اړه د سپکاوي پوسټ خپرېدل د هندوستان د بنګلور خلکو ته په قهر کړي.



د هندي سیاستوال د کور مخې ته د بنګلور اوسیدونکو لاریون په تاوتریخوالي واوښت ، چې په پایله کې یې درې تنه د پولیسو په ګولۍ ووژل شول .

ویل کیږي چې د دغه هندي سیاستوال خپلوان په فېسبوک د پوسټ له لارې د پیغمبر اکرم (ص) سپیڅلی ساحت ته سپکاوی وکړ.

شریک یي کړئ!