برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اردوغان حکومت د نسکورولو پلان جوړل

آریانانیوز: د اردوغان حکومت د نسد برتانيې «ميډل ايسټ ای» ويب پاڼې په خپل څېړنيز رپوټ کې ويلي، سعودي عربستان په سيمه کې د ترکيې د نفوذ مخنيوي او د ولسمشر رجب طيب اردوګان د حکومت نسکورولو لپاره پلان جوړ کړی دی.



په رپوټ ويل شوي، د متحده عربي اماراتو د سیاسي څېړنو مرکز، چې استخباراتي کړيو سره له نږدې اړيکې لري، په دې اړه ميډل ايسټ ته ويلي، چې ترکيه کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي عربستان د ترکيې د نفوذ مخنيوي او د ولسمشر اردوګان د حکومت نسکورولو لپاره پراخ پلانونه په کار اچولي دي.
د اماراتو د سياسي څېړنو مرکز ويلي، د ترکيې ضد د دغه پلان لامل دا دی، چې ولسمشر اردوګان د خاشقجي د قتل په قضيه کې د سعودي پر ضد ډېر مخکې ولاړ او تر ډېره يې موخه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان و.

رپوټ زیاتوي، سره له دې، چې اردوګان د خاشقجي په قضيه کې تر ډېره ناکام ښکاري، خو سعودي اوس فکر کوي، چې بايد له ترکيې خپل کسات واخلي.
ميډل ايسټ وايي: د اردوګان پر ضد د سعودي د پلان موخه دا ده، چې ترکيه په داخلي بحرانونو کې ښکېل شي، حکومت يې کمزوری او بيا نسکور شي او د هغه مخالف ګوندونه واک ته ورسيږي.
رپوټ کې راغلي، د ترکيې پر ضد د سعودي د دسيسې لومړني اثرات هغه مهال ښکاره شول، چې سعودي چارواکو د ترکي رختونو، مفروشاتو او نورو توکو اتيا کانټينره خپلې خاورې ته له داخلېدو معنه کړي دي.
ميډل ايسټ د ترکي چارواکو له قوله ليکلي، سعودي چارواکو درې سوه لارې سبزيجات او ميوې د جدې له سمندري بندر څخه خپلې خاورې له داخلېدو منعه کړي او په عين حال کې د روان کال له تېرو شپږ مياشتو راهيسې ترکيې ته د سعودي سيالانو په سفرونو کې هم پنځلس سلنه کموالی راغلی دی.کورولو پلان جوړل

شریک یي کړئ!