برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن انصار الله غورځنګ دمالیزیا دریځ وستایه

د یمن د لوړې انقلابی کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دسعودی عربستان له تیریګر ائتلاف د مالیزیا (Malaysia)وتل ددغه هیواد دنوی حکومت ځلانده دریځ وباله.



دیمن دلوړې انقلابی کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی دیمن پرضد له ائتلاف څخه د وتلو لپاره د مالیزیا دحکومت په خپلواکه فیصلې د متحده عربی اماراتو او دسعودی عربستان د تیریګرو هیوادونو غوسې ته په اشارې سره وویل دغه اقدام تیریګرو هیوادونو ته په سیاسی او پوځی تاوان او ضرر سربیره ددغه ائتلافی د اخلاقی او قانونی مشکلاتو دژورتیا ښودنه کوی .
د مالیزیا حکومت پرون په راتلونکو دوو(۲) میاشتو کښې د یمن پرضد د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په تیریګر پوځی ائتلاف کښې د خپل هیواد د ځواکونو دشتون د ختمیدا خبر ورکړ .
د مالیزیا دفاع وزیر محمد سبو پرون په یوه(۱)خبری کانفرنس کښې وویل ددغه هیواد حکومت تیره اونۍ فیصله وکړه خپل ځواکونه له سعودی عربستان څخه چې دیمن پرضد حملو ته دوام ورکوی وباسی .
سعودی عربستان دامریکا او دڅو نورو عربی هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دبې دفاع خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی او څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) خلک یې وژلی او دغه هیواد یې بیخی وران کړی دی .

شریک یي کړئ!