برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دټرمپ ستراتیژياړه د نیکولسن ادعا

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن تېره ورځ چهارشنبه خپل وروستی مطبوعاتي کانفرانس وکړ او ادعا یې وکړه چې د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي کامیابه ده.


نیکولسن په داسي وخت کې د ټرمپ د ستراتیژي د کامیابه کیدو خبر ورکوي چې د غزني ښار د سقوط سربېره په ټول هیواد کې جګړو شدت اخیستی او طالبان د دولتي ځواکونو پر ضد پرمختګونه کوي.
نیکولسن په راتلونکو څو ورځو کې خپل منصب رسما پریږدي او پر ځای یې جنرال سکاټ میلر د پوځي چارو واګي په لاس کې اخلي.
نیکولسن یو له هغو جنرالانو څخه دی چې د پوځي چارو تر څنګ یې د افغانستان په داخلي سیاسي چارو کې هم بربنډه مداخله کړې او وخت په وخت یې په مطبوعاتي کانفرانسونو کې داسي خبرې کړي چې له وجې يې د حکومت ځیني سیاسي فعالیتونه متضرر شوي او مخالفینو ته یې د لا زیاتو تبلیغاتو موقع ورکړې، لکه پر طالبانو د مذهبي او ټولنیزو فشارونو څرګندونو یې د انډونیزیا، کابل او سعودي غونډې بې اغیزه کړې.
د ملیټري ټایمز امریکايي رسنۍ په حواله نیکولسن وویل، د ټرمپ ستراتیژي نور وخت ته هم اړتیا لري تر څو یې ثمره د افغان حکومت وویني او د طالبانو په منځ کې درز را منځته شي.
او زیاته یې کړه، مونږ اوس تر بل هر وخت د سولې ډېر فرصت لرو.
نیکولسن د کال ۲۰۱۶ په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو واک تر لاسه کړ، د نوموړي په وخت کې طالبان وتوانېدل چې د کندز، فراه، غزني ولایتي مرکزونو سربېره ډیری ولسوالۍ ونیسي او په ټول هیواد کې يې د نفوذ ساحه تر بل هر وخت زیاته شي.
نوموړی یو له هغو جنرالانو څخه وو چې په افغانستان کې يې جنګي وضعیت د بندوبست سره مخامخ وباله او د ټرمپ ادارې څخه یې په ټینګار د اضافي ځواکونو غوښتنه کوله تر څو دا بندوبست مات شي، خو د پوځونو شمېر د ۸۴۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته پورته شو، خو بیا هم پر ځمکه پرمختګ نه لیدل کیږي چې له امله یې په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکول کیږي چې ټرمپ هم خفه دی او ګمان کوي جنرالانو خطا کړی دی
ټرمپ غوښتل چې د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي خو د کارپوهانو په نظر جنرالانو د هغه څخه یو وروستی فرصت وغوښت تر څو پر سیمه ییزو هیوادونو د فشار تر څنګ پر طالبانو بریدونه او بمبارۍ زیاتي کړي او بالاخیره هغوی یا د سولې مذاکراتو ته اړ کړي او یا یې هم مقاومت دومره کمزوری شي چې افغان ځواکونه یې د امریکایانو له مرستې پرته وځپلای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي