برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دناټوڅخه د ترکیې د ایستلو په اړه د امریکې ګواښ ته داردوغان غبرګون

آریانانیوز: رجب طیب اردوغان پرون له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د اخیستلو په هکله د ترکیې خلاف د مایک پِنس د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: دا څرګندونې یوه ستره تیروتنه وه.


اردوغان د ترکیې او روسیې د لوړې سټراټیجکې شورا راتلونکې غونډې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایس-۴۰۰ میزائل سیسټم پیرودل، د دې غونډې یوه مهمه موضوع ده.
د ویلو ده چې د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پنس په واشنګټن کښې د ناټو سازمان د جوړیدو د اویایمې کلیزې په مراسمو کښې د روسیې د ایس-۴۰۰ ډوله دفاعي میزایل سیسټم په اخیستلو باندې د ټینګار په وجه انقرې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې ترکیې دې په ناټو کښې د پاتې کیدو او د ایس-۴۰۰ سیسټم د اخیستو ترمینځ یو شی غوره کړي.
خو دا په داسې حال کښې دي چې د ترکیې یهرینوچارو وزیر مولود چاووش اوغلو په واشنګټن کښې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ پریس کانفرنس کښې ویلي دي: له روسیې د ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم پیرودل فاینل شوي دي.

شریک یي کړئ!