برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دملګروملتو ځانګړی استازی په یمن کې دحالاتوترینګلتیا اړه اندیښنه ښودلې ده

آریانانیوز: دعربستان په مشرۍ پوځی ائیتلاف په الحدیده او دیمن په ځینو نورو سیمو کې په سختو بمباریو سره په لسګونو ځله د دغه اوور بند خلاف ورزی کړې او د سولې خبرې اترې ئې دناکامۍ تر درشله وروستلی دی چې دملګروملتو ځانګړی استازی پرې ډیره اندیښنه ښودلې ده .



دیمن په چارو کې دملګروملتو ځانګړی استازی  مارتین ګریفیټس  په یمن کې ښکیلو لورو ته  دزغم  په بلنې سره  د سولې دخبقرواترو  دبیرته پیلیدو لپاره  دمناسبې زمینې  دبرابرولو  غوښتنه کړې ده.
دیمن  د روغې جوړې په باب   دسویډ په سټاکهم کې   دیمن په چارو کې دملګروملتو د ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس  په مشرۍ د  یمن والو  لورو په شتون سره   ددسمبر په شپږمه نیټه   د دغه هیواد  دسولې دخبرواترو  څلورم پړاؤ ترسره شو او په الحدیده  ولایت کې د اوور بند موافقه هم وشوه . خو تر دې دمه  دعربستان  په مشرۍ پوځی ائیتلاف   په الحدیده او دیمن په ځینو نورو سیمو کې په سختو بمباریو سره په لسګونو ځله د دغه اوور بند خلاف ورزی کړې  او  د سولې خبرې اترې ئې  دناکامۍ تر درشله وروستلی دی  چې دملګروملتو ځانګړی استازی  پرې ډیره اندیښنه ښودلې ده

شریک یي کړئ!