برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دفرانسې دخلکو سترې مظاهرې

آریانانیوز: د زیړو جیکټونو د غورځنګ پرضد دتاوتریخوالی د زیاتولو لپاره د فرانسې دحکومت له ګواښ سره سره په سلګونو اعتراض کونکو د نولسمې(۱۹) ورځې لپاره پرون بیا هم مظاهرې وکړې .


د فرانسې د زیړو جیکټونو دغورځنګ پرونۍ مظاهرې په داسې حال کښې وشوې چې حکومت په پلازمینې پاریس او دهیواد په ځینو نورو سیمو کښې په هرډول غونډو او لاریونونو بندیز لګولی دی
د مظاهرو د انتظاماتو د ټینګولو په څرنګوالی له سختې نیوکې وروسته د ولسمشر امانوئل ماکرون حکومت د پاریس د پولیسو مشر له کاره لیرې کړی او پولیسو ته یې د بلوا ضد له وسلو د استفادې اجازه ورکړه او په غیرقانونی مظاهرو کښې د ګډون کونکو کسانو جرمانه یې هم زیاته کړه .
په فرانسې کښې دحکومت پرضد د مظاهرو له پیل راهسې پولیسو تراوسه کابو لس(۱۰) کسان په ډزو وژلی دی او ۳۳۰۰ نور یې ژوبل کړی او نیولی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي