برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعربستان په مرکز دیمنی عسکرو توغندی برید

آریانانیوز: د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په« الاجاشر» سیمه کښې په طیبه پوځی اډې باندې د زلزال یو(Zelzal) ډوله توغندی برید وکړ چې له کبله یې دعربستان په لسګونو ګوډاګیان مړه او ژوبل شول.



دیمن عسکرو په حجه ولایت کښې هم د المعامین دښتې په جنوب او د النار غره په لویدځ کښې د عربستان د ګوډاګیانو په مرکز برید وکړ چې د تیریګرو د پوځی تجهیزاتو په تباه کیدا سربیره ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول .
دیمن پوځ او سنیپرانو(snipers ) هم په بیلابیلو عملیاتو کښې په عسیر ولایت کښې د سعودی عربستان پینځویشت(۲۵) ګوډاګیان مړه یا ژوبل کړی دی .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی او د کورونو ، روغتونونو ، بازارونو او اوبو او دبریښنا دچینلونو په شمول ډیرې بیخی بنایانې تباه شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي