برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ سرطان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعربستان د ګوډاګیان ووژل کیدا

آریانانیوز: دسعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر سیمه کښې د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو په عملیاتو کښې د عربستان په لسګونو پوځیان او ګوډاګیان مړه یا ژوبل شول.


دیمن پوځ او ولسی کمیټیو څو ورځې کیږی په عسیر سرحدی سیمه کښې د سعودی عربستان دتیریګرو پرضد نوی عملیات پیل کړی دی .
دیمن پوځیانو دغه راز دخپل هیواد په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت کښې په وازعیه سیمه کښې دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې وکړې او له کبله یې هغوې ته زیات تاوانونه ورسول.
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د متحده عربی اماراتو، امریکا، انګلستان ، اسرائیلو او داردن په مرستو سره د یمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونوته دوام ورکړی او په لسګونو زره بې ګناه خلک یې وژلی او په لکونو نور یې ژوبل کړی هم دی

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه