برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعربستان او اماراتو په ضد هراړخیز جنګ

آریانانیوز: المسیره ټیلویژڼی چینل راپورو رکړی ، دیمن دانصار ا… ولسی مبارز غورځنګ یوه مشر محمد البخیتی د سعودی عربستان په داخل کې د بې پیلوټه الوتکو بریالی عملیات له ځانه په دفاع کې دیمن والو یو اساسی حق وبالۀ او زیاته ئې کړې ده . دیمن پوځ کابو یو کال مخکې یو یواړخیز پلان وړاندې کړی ، چې په هغو کې دیمن په ضد دجنګ د دریدا په بدل کې دعربستان او اماراتو په داخل کې د توغندوی او د بې پیلوټه الوتکو حملې ودرول شی ، خو دغه حملې دسعودیانو اواماراتیانو له خوا نوره هم سختې او زیاتې شوې ، له دې امله ددغو اتو بې پیلوټه الوتکو عملیات د عربستان اواماراتو په داخل کې د ټارګټ په نښه کولو سیاست ته بیرته ستنیدا ته مجبوره شوی یوو
دیمن انصار ا… اړونده سرچینو وئیلی دی اتو بې پیلوټه الوتکو پرون دعربستان په داخل کې په بریالیو عملیاتو سره د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو چارواکو ته دا پیغام ورکړی ، چې که پخپلو محاسباتو کې بیا کتنه ونه کړی ،نو هراړخیز جنګ دهغوی په انتظار کې دی .راپور ښئ د یمن د پوځ اوو بې پیلوټه الوتکو پرون د عربستان په داخل کې د تیلو اواقتصادی تاسیساتو ډیر مهم مرکزونه او او چاڼځایونه په نښه کړی او جدی تاوانونه ئې وراړولی دی چې دسعودی عربستان چارواکو پرې اعتراف هم کړی دی .
البخیتی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې په سیمې کې د اوور دلمبو په زیاتولو کې د سعودی اواماراتی چارواکو سیاستونه ، هغه که په یمن کې دی اویا په نورو سیمو کې ،یو خطرناک سیاست دی او باید ددغو هیوادونو داخل ته جنګ وغزول شی ، څو دوی پخپله ددغه اوور په لمبو کې وسوزی . هغه دسعودی ائیتلاف مشرانو ته سپارښتنه کړې ، پخپلو محاسباتو دې بیا کتنه وکړی ، او دجنګ د اوور دلمبو د زیاتولو په ځای دې دخپلو ملتونو او دسیمې دملتونو په ګټه حرکت وکړی ، که د اسې نه وی ،نو ډیر تور تم راتلونکی ئې په تمه دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي