برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دسعودی عربستان ائتلاف د یمن پرضد جګړه باید بنده کړي

آریانانیوز: د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي وویل د سعودي عربستان له ریاضتي اقداماتو ترلاسه شوي پیسې به یوازې په یمن باندې د دغه هیواد د یوه کال د بودجې پینځویشت فیصده وي او ښه خبره دا ده چې عربستان په خپلو ښاریزو باندې د دباو د راوستلو پرځاې د یمن جنګ بند کړي .
محمد علي الحوثي د سعودي عربستان د سپمه د سیاست د اعمالولو لپاره د ریاض اقداماتو ته په غبرګون کښې وویل د مالیاتو د زیاتولو ، د ځینو پروژو د ځنډولو ، د بودجې د کمولو او د خدماتو د رسولو د ادارو د لګښتونو او د بودجې کمولو لپاره به د عربستان د چارواکو اقدامات د یمن پرضد د جنګ او د عربستان د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره کابو پینځویشت فیصده لګښتونه تامین کړي .
هغه په دې خبرې سره چې دیمن د جنګ بندول د سعودي عربستان د خلکو لپاره له ریاضتي اقداماتو ګټور دي وویل د جنګ د بندولو له لارې د دغه اقتصادي ناروغۍ درملنه چې ماتي او ناتوانۍ رامینځته کوي ښه خبره ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي