برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دالسيسي حکومت دمصرنهه کسان اعدام کړل

آریانانیوز: د مصر امنيتي سرچينو ويلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د وژل شوي لوی څارنوال د قتل په جرم نهه کسان اعدام شوي دي.


د مصر نقض محکمې، چې د هېواد تر ټولو عالي محکمې ده، د پخواني لوی څارنوال هشام برکات د قتل په تور د ۲۰۱۸کال په نومبر مياشت کې پر نهو تورنو کسانو د اعدام حکم تاييد کړی و او شپږ نور يې بري کړي وو.
د بشري حقونو سازمان او د بښنې نړېوالې ادارې د مصر له حکومت څخه غوښتي وو، چې د اعدام پرېکړه بېرته واخلي او دا پرېکړه يې ظلم او تېری بللی، خو د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ويلی، چې د مصر قضا خپلواکه ده او هېڅوک يې په کارونو کې د مداخلې حق نه لري.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې يوازې په تېرو درې اونيو کې د مصر حکومت پنځلس کسان اعدام کړي، چې دا کار يې د سياسي مخالفينو د ځپلو او د بشري حقونو پر خلاف څرګند تېری بللی دی.
په اعدام شوو کې د محمود الاحمدي په نوم يوه ځوان څو ورځې وړاندې د محاکمې يوې ناستې ته وویل، چې مستنطقينو دی شکنجه کړی، د برېښنا شارټونه يې ورکړي او په زوره يې د وژل شوي لوی څارنوال د قتل په اړه اعتراف ته اړ کړی دی.
د مصر اخوان المسلمين ګوند هم د حکومت له لوري د نهو کسانو د اعدام پرېکړه غندلې او دا يې د بشري حقونو پر ضد د حکومت يو بل ګام بللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي