برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنګ غوښتونکي نه يوو خو ترې ويره هم نه لروو

د لبنان د حزب الله مشر په دې باندې په تاکيد سره چې دغه غورځنګ جنګ طلبه نه دے خو ترې ويره هم نه لري وويل: کله چې صهيونېسټي دښمن د لبنانيانو مقاومت وليد نو ترجيح يې ورکړه چې د لبنان له جنوبه به شاتګ وکړي.


د ۲۰۰۰ ميلادي کال د مۍ په ۲۵ نېټه صهيونېسټ رژيم د لبنان د خلقو له مقاومته وروسته د دغه هېواد له جنوب څخه په شاتګ مجبور شو، د لبنان خلق دغه ورځ د مقاومت د اخبر او ازادېدو ورځ نوموي.
د ايرنا د رپوټ له ممخې سيد حسن نصرالله پرون په دغه مناسبت په خپله وېنا کښې د دې په بيانولو سره چې مقاومت امکانات او وسائل له ۱۹۸۲ نه تر ۲۰۰۰ کاله پورې هم د ځواکونو د شمېر له لحاظه او هم د سازوسامانونو له لحاظه ډېر کم وو تاکيد وکړ، د مقاومت ځواکونو ثابته کړه چې د کاميابۍ وړتيا لري او د کاميابۍ تجربې وښودله چې صهيونېسټ رژيم د مقاومت په وړاندې په ځان اعتماد له لاسه ورکړے دے.

د حزب الله مشر د دغه غورځنګ په خلاف د امريکې او د فارس خليج د ملګرتيا د شورا بنديزونو ته په اشارې سره وويل: د دغو بنديزونو مقصد دا دے چې خلق د مقاومت له محوره لرې کړي خو د مقاومت په وړاندې د امريکې او د هغې د انډيوالانو جنګ له ماتې سره مخامخ شوے دے.
سيد حسن نصرالله زياته کړه، د ايران په خلاف د امريکې د پرله پسې دباوونو اصلي وجه هم دا ده چې دغه هېواد په لبنان او سيمه کښې د مقاومت د محور اصلي ملاتړے دے.
سيد حسن نصرالله د قدس شريف وروستيو حالاتو او له صهيونېسټ رژيم څخه په ملاتړ کښې د امريکې د حکومت اقداماتو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: سږ کال په نړيواله او سيمه سطح د قدس نړيواله ورځ په پراخه توګه ونمانځل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي