برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمال خاشقجي په ترکیه کې ژوندی ورک شو

آریانانیوز: سعودي لیکوال او ژورنالیست (جمال خاشقجي)، چې د سعودي د اوسني نظام له مخالفینو ګڼل کیږي، د ترکیې په استانبول کې تری تم شوی.


نوموړی تېره ورځ په یاد ښار کې د سعودي عربستان قونصلګرۍ ته ورغلی و، خو بیا ورسره اړیکه پرې شوې او ځای ځایګی یې ورک دی.
هغه ته نږدې سرچینې وايي، یا خو سعودي چارواکو د قونصلګرۍ د ودانۍ په داخل کې یرغمل کړی او یا له قونصلګرۍ د راوتلو سره سم اختطاف شوی.
تېر کال سعودي چارواکو د هغو لیکوالانو، علماوو، علمي او اکادیمیکو شخصیتونو د نیولو لړۍ چټکه کړه چې د حکومت کړنې يې نه تاییدولې. جمال خاشقجي هماغه مهال له سعودي واووت او په ترکیه کې میشت شو.
د خاشقجي مېرمن، چې له هغه سره یوځای قونصلګرۍ ته تللې وه، وايي چې میړه یې د ځینو شخصي اسنادو د اداري اجراءاتو لپاره د ماسپښین په یوه بجه د سعودي قونصلګرۍ ته ورغلی او بیا ترې نه دی راوتلی.
د نوموړي میرمن زیاتوي چې د قونصلګرۍ مامورینو هغه په انتظارګاه کې کښينوله او میړه ته یې د ننوتلو اجازه ورکړه، خو تر درې ساعتونو ځنډ وروسته یې میړه راونه ووت، کله چې يې قونصلګرۍ ته مراجعه وکړه هغوی ورته وویل چې نوموړی بیرته تللی دی.
په ترکیه کې د الجزیرې خبریال وايي، چې پولیسو په هغې سیمه کې پلټنې پیل کړي چیرې چې د سعودي قونصلګرۍ موقعیت لري، خو د نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو له مخې د قونصلګرۍ داخل ته د ننوتلو اجازه نه لري.
په ترکیه کې د عربو ژورنالیستانو ټولنه هم تاییدوي چې جمال خاشقجي د سعودي قونصلګرۍ څخه بیرته نه دی راوتلی.
د ترکيې حکومت په هوايي ډګرونو او ځمکنیو سرحداتو کې د تلونکو کسانو پلټنې سختې کړي او هڅه کوي چې د ترکیې له خاورې د جمال خاشقجي د احتمالي ایستلو مخه ونیسي.
خو سعودي فعال او د لندن میشتې اصلاحي خوځښت ټولنې مشر (دکتور سعد الفقیه) اندیښنه څرګندوي چې سعودي حکومت په بهرنیو هیوادونو کې د خپلو مخالفینو په اختطاف کې تجربه لري او ښايي جمال خاشقجي یې وختي له ترکیې څخه ایستلی وي.
دا چې له امنیتي پلوه څنګه ممکنه ده چې یو سړی له یوه هیواده بل هیواد ته روغ وتښتول شي، ښاغلی سعد الفقیه یې په ځواب کې وايي، چې په نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو کې ډیری وخت د سفر پر مهال د ډیپلوماتانو موټر، بکسونه او سامانونه نه پلټل کیږي او شونې ده چې د همدغو وسائلو په مټ یې د ترکیې له خاورې ایستلی وي.
یاده دې وي چې سعودي حکومت په ۲۰۰۴ کال د شاهي کورنۍ یو مخالف غړی (سلطان بن ترکي) هم له جینیوا څخه تښتولی و. نوموړی په جینیوا کې د پاچا فهد ماڼۍ ته ورغلی و، هلته نیول شوی و، بیا د نشه يي توکو په واسطه بې هوښه شوی او د سفارت لخوا یې د ناروغۍ جعلي اسناد جوړ شوي وو، او په دې بهانه چې ګویا مریض دی، له جینیوا څخه په خصوصي الوتکه کې سعودي عربستان ته لیږدول شوی و.
که څه هم د جمال خاشقجي پیښه تازه ده او د پولیسو پلټنې لا روانې دي، خود کتونکو په باور، که سعودي حکومت په دې پیښه کې ککړ ثابت شي، دا به د ترکیې او سعودي حکومتونو اړیکي د ګړنګ په غاړه ودروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي