برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر ټولو لوی د جومات پرانستل

آریانانیوز: د ترکيې په استانبول ښار کې د دې هيواد په کچه تر ټولو لوی جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانستل شو.


د استانبول د چاملېجه تپي جامع جومات چې ددې ښار په يوه حاکمه نقطه کې موقعيت لري؛ له تيرو شپږ کالو راهيسې يې د جوړېدو چارې پيل شوې وې چې له بشپړېدو وروسته تيره ورځ ددې هيواد د ولسمشر رجب طيب اردغان له لوري پرانستل شو او په لومړی ځل په کې د جمعې لمونځ اداء شو.
د ياد جومات د پرانستو د مراسمو له پاره د ترکيې په ګډون له نورو اسلامي هيوادونو څخه هم يو شمير سياسي څېرې او ديپلوماتان وربلل شوي وو.
د جومات د پرانستلو وروسته په ياد جومات کې د مصر د مشهورو قاريانو د حسن قرائت غونډه هم جوړه شوې وه چې په کې د مصر ګڼ شمير قاريانو تلاوتونه وکړل.
د چاملېجه تپې جامع جومات چې د ترکيې د پخواني مشهور جومات سلطان فاتح چې د عثماني، سلجوقي او معاصرې معمارۍ ډيزاين شوی دی د ترکيې او نړۍ د خلکو توجو يې ورګرځولې ده او د استانبول ښار په يوه لوړه او حاکمه نقطه کې جوړ شوی دی چې د ترکيې له بيلو بيلو ښارونو څخه ننداره کيږي.
په ياد جومات کې په يو وخت ۶۳ زره تنه لمونځ کوونکي ځاييږي او د يو کمپلکس په بڼه جوړ شوی دی چې ګڼې نورې اسانتياوې هم لري.
په دې جومات کې دننه يو اسلامي ميوزيم، کتابتون، ګالري، دغونډو تالار او نور ګڼ ځايونه جوړ شوي دي.
دغه جومات شپږ لوړې منارې او يوه ستره او څو وړې ګنبدې لري چې لوړوالی يې ۷۲ متره دی چې د ترکيې د رسنيو د معلوماتو له مخې د ترکيې د ۷۲ قومونو استازيتوب کوي.
په دې جومات کې ۱۷۰۰ مربع متره قالينې غوړېدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي