برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترک پوځیانو د عفرین ښار کنټرول ترلاسه کړ

اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: د زیتون څانګې عملیاتو په ۵۸ ورځ د عفرین ښار مرکز په بشپړه توګه زمونږ په واک کښې راغلی دی.
هغه وویل: د ترکیې ځواکونو د سوریې د آزاد پوځ په ملتیا د عفرین ښار بشپړ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.
نن سهار د المیاډین چینل خبریال رپورټ ورکړ چې د ترک پوځ ځواکونه د عفرین ښار له دریو نه د څه باندې دوو برخو د کنټرول په ترلاسه کولو سره د دغه ښار مرکز ته رسیدلي دي.
له بلې خوا د عفرین ښار مسئولانو ویلي چې په تیرو څو ورځو کښې د دغه ښار لږترلږه یو نیم لاک اوسیدونکو د ترک پوځیانو د تیري په وجه خپل کورونه پریښي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي