برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له اسلامه د ویرونې خلاف د جدي تابیاؤ په ضرورت ټینګار

آریانانیوز: د ترکیې ولسمشر د نیوزي لینډ په جوماتونو کښې پر لمونځ کونکو ترهګرې حملې په نړۍ کښې له اسلامه د ویرونې د پراختیا او لمسون له امله وبللې.


رجب طیب اردوغان په نیوزي لینډ کښې پرون په دوو جوماتونو باندې د ترهګرو حملو په غبرګون کښې وویل: په نړۍ کښې له اسلامه د ویرونې پراختیا او لمسول د فردي ځورونې له حده وتلې او د ډله ایزې وژلې اړخونه یې خپل کړي دي.
هغه زیاه کړه چې د نیوزي لینډ پرونۍ ترهګرې حملې د اوږدې مودې د پلاننګ له امله شوې دي او په دې وجه یې د یوې ناڅاپه فیصلې په وجه نه شو ګڼلی او برغولی پرې نه شو ایښودلی.
د اسلامي هیوادونو روزنیز، علمي او کلتوري ادارې (آیسسکو) هم اعلان وکړ چې د نیوزي لینډ په جوماتونو کښې شوی قتل عام د بشري خلاف جنایت او له اسلامه د ویرونکو څرګندونو نتیجه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي