برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکیه د عربستان دخبریال د وژلې دوسیه تعقیبوی

آریانانیوز: د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر «مولود چاووش اوغلو» دخبریال جمال خاشقجی د وژلې په دوسیې کښې له نړیوالو محکمو او ملګروملتونو سره د ملګرتیا لپاره د انقرې د فیصلې خبر ورکړ .


مولود چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره چې ترکیې د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط ا هیڅ هیواد ته اطلاعات نه دی ورکړی وویل انقره اراده لری دغه دوسیه د تحقیق د پیلیدا په بڼه کښې په شفافیت سره له ملګروملتونو او نړیوالو محکمو سره تعقیب کړی .
دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو دغه راز ټینګار وکړ د ترکیې په حقیقت موندونکی ټیم کښې دسعودی عربستان هیڅ غړی نشته .
هغه دغه راز وویل د خبریال جمال خاشقجی په وژلو د سعودی عربستان اعتراف له دې سره سره چې په ځنډ سره شوی دی خو ډیر مهم دی .
خبریال جمال خاشقجی د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم د دغه هیواد د جاسوسۍ ادارې د غړو لخوا دترکیې په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی .

شریک یي کړئ!