برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تاسو به هلته کامیاب یاست، کله چي زموږ معنويات مات کړئ

آریانانیوز: عمر مختار د لیبیا اوسېدونکی و ، په (۱۸۶۲-۱۹۳۱) کي يي دنیا ته سترګي غړولي وې ، کله چي اټالیا پر لیبیا په ۱۹۳۱ کې یرغل وکړ ، د ده عمر ۵۳ کاله و ، پوره شل کاله يي په ډیر ضعیف العمري او د مرض په حال کې د خپل وطن او ازادي لپاره د اټالویانو سره سخته مقابله وکړه ، تاریخ پوهان لیکي : چي په زر غزاګانو کي يي شرکت کړی و .



کله چې د اټالویانو له خوا په زخمي حالت کې ګرفتار سو ، په پانسۍ محکوم او د ۷۳ کاله په عمر د 1931 د سپتمبر د میاشت پر 16 مه شهید کړل سو . انا لله وانا الیه راجعون .
عمر مختار د وخت ډیر مشهور او ستر مجاهد و ، دصحرا په زمري ، شیخ المجاهدین او شیخ الشهدا سره مشهور دی ، د ده تر سرپرستي لاندي یو لوی د ازادي تحریک د اشغالګرو په وړاندي مسلح مبارزه کوله .
د عمر مختار تر قیادت لاندي د تحریک د کمزوکولو لپاره اټالويانو داسي پالیسي جوړه کړه ، چې سړي ، ښځي او آن ماشومان يې هم په بنديخانو کې بند کړل ، دا هر څه د دې لپاره ول ، چې د ازادي تحریک مخ په وړاندي ولاړ نه شي ، او د عذاب او بيري له امله نور خلک زړه ورته ښه نه کړي ، په دغو بندیخانو کې یو لک او پنځویشت زره خلک بندیان کړل ، په دې بندیخانو کې دوې برخي په شهادت ورسېدل ، خو بیا هم د عمر مختار تر سرپرستي لاندي د ازادي تحریک مخ په وړاندي روان و .
ازادي هغه ستر نعمت دی ، چې انسانان ځانونه څه ، چې آن نسلونه ورته نذرانه کوي ، نو که په اوسني وخت کې په افغانستان کې د عمر مختار په پل قدم کښېښودل شي ، او د ازادي لپاره همداسي قرباني ورکړله شي ، رسوا او ناکام دشمن به مو لا له وړاندي سرټيټی شوی وای .
عمر مختار په محکمه کې وقاضي ته ویل : چې موږ هیڅ کله هم نه تسلیمیږو، یا به مو کامیابي په برخه وي، او یا به وژل کیږو.
او تاسو به هلته کامیاب یاست ،کله چي زموږ معنويات مات کړئ .
موږ ازادي غوښتونکو ډیر له وړاندي لا دا قسم کړی دی : چي موږ به یو په بل پسي مړه کیږو، خو نه به تسلیمږو او نه به سلاح په زمکه ږدو.

شریک یي کړئ!