برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

اوږدمهاله ناسته د کولمو سرطان ګواښ زیاتوي

نوې څیړنې ښيي چې له څلور ساعتونو څخه ډېره ناسته سړي کې د کولمو سرطان ګواښ زیاتوي.
څیړونکي وايي، پخوانیو راپورونو ښودلې چې تلویزون ته ناسته سړی سګریټو څکولو (سګرټي) او یا هم مسلسل خوراک ته اړ کوي، او همدغه کار انسان کې د کولمو سرطان رامنځته کوي.
د څیړنې په جریان کې پر هغو ۲۵۰۰ کسانو چې د کولمو سرطان یې درلود، پوښتنې او شننه ترسره شوه، تر څو په کور ژوند کې په ناسته زیات وخت تېرول او د سرطان ترمنځ اړیکه ومومي، دوی وموندل چې له اندازې زیات فیزیکي فعالیتونه (په مسلسله توګه کېناستل او خوراک، څښاک یا سګریټ کول) ترسره کول انسان کې د کولمو سرطان ګواښ زیاتوي.
دغه څيړنه د فرانسې څیړنو ادارې (For research on cancer)، د برتانیې په امپیریل او د آکسفورډ لندن پوهنتونونو ترمنځ په ګډه ترسره شوې ده، په دې څيړنه کې ویل شوي، هغه کسان چې تلویزون، لیپټاپ یا کمپیوټر ته زیات وخت کښیني، نسبت هغوی ته چې کم وخت کښیني، د سرطان ګواښ زیات وي.
همدا ډول دوی زیاتوي چې ناراسته ژوند تېرول، په اصطلاح هغه څوک چې ډوډۍ، تلویزون یا ليپټاپ او داسې نور شیان استعمالولو کې ناسته زیاته خوښوي، د چاغوالي لامل کیږي، او په بدن کې د اضافې غوښې یا وازدې رامنځته کېدلو لامل جوړیږي، چې د وینې په جریان بد اغیز کوي، او د بدن د حجرو په وده کولو کې ستونزې جوړوي او له کبله یې د کولمو سرطان ګواښ زیاتیږي.
له دې وړاندې په نورو څیړنو کې هم د مسلسل ناستې ډیر زیانونه په ډاګه شوي، چې یو یې ترې بواسیر ناروغي رامنځته کېدل هم دي، بواسیر یو ډول شرموونکې او خطرناکه ناروغي ده، چې په ورځني عام غلط عادتونو ترسره کولو سره رامنځته کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي