برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا باید پاکستان ته نور یو ډالر هم ورنه کړی

آریانانیوز: په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلې وايي تر هغه وخت پورې چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو امن پټنځایونه لمنځه یونسي امریکا باید دغه هیواد ته یو ډالر هم ورنه کړي.


میرمن هیلې د ټرمپ حکومت ته وړاندیز کړی چې سپیڼه ماڼۍ باید پاکستان لپاره یوه تګلاره جوړه او له دغه هیواد سره د مالي مرستو پر بنسټ په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.
نیکې هیلې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا دفاع وزارت پاکستان باندې د دیرش میلیونو ډالرو مرسته ودروله او له هغه وړاندې هم د امریکا کانګرس پر دغه هیواد یو شمیر مرستې بندې کړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي