برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا کې پنځه کسان په ډزو وژل شوي

آریانانیوز: امریکا کې د وسله‌ والو بريدونو پېښې په زياتېدو دي او يو ځل بيا په کليفورنيا ايالت کې یوه وسله وال بریدګر پر خلکو ډزې کړي، چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي او وروسته بريدګر هم ځانوژنه کړې ده.


امريکا چې ځان د نړۍ زبرځواک بولي، په دغه هېواد کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او داخلي امنيت يې له ګواښونو سره مخ دی.
په دې وروستيو کې په متحده ايالاتو کې د وسله‌ والو بریدونو پېښې زياتې شوي، چې له امله سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ټولو مهم يې تېر ۲۰۱۷ کال کې په لاس ويګاس ايالت کې د موسيقي پر کنسرټ هغه بريد و، چې ۵۸ کسان په کې وژل شوي او له ۵۰۰ زيات په کې ټپيان وو، همدرانګه د تېر کال په نومبر مياشت کې ټيکساس ايالت کې هم پر يوه کليسا بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان وو.
د ۲۰۱۵ کال په دسمبر مياشت کې هم په سان برنارډينو ايالت کې پر معذورو خلکو برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو.
د دې سربېره په تېرو څو کلونو کې د وسله والو بريدونو پېښې زياتې شوي، چې له امله يې د عامو خلکو اندېښنې مخ پر زياتېدو دي او حکومت يې په مخنيوي نه دی توانېدلی.

شریک یي کړئ!