برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

العربیه چینل د سعودي رژیم د جنایتونو د پټولوهڅه

آریانانیوز: العهد ورځپاڼې د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د سعودي رژیم وروستي جنایت ته په اشارې سره لیکلي دي: لا په ضیحان کښې د یمني ماشومانو وینه نه ده وچه شوې او د عربستان رسندوي مشین د دې موضوع په هکله خپل دروغ پیل کړي دي، العربیه په پوره بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره هڅه کوي چې سعودي رژیم له هغه جنایته مبرا او سپين باز وښئي چې د لسګونو یمني ماشومانو د شهادت سبب شوی دی.
د ویلو ده چې د تیري ګر سعودي رژیم جنګي الوتکو د آګست په نهمه نیټه د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د یمن د زده کونکو ماشومانو یو بس بمباري کړ چې له امله یې ۵۵ ماشومان وژل شوي او ۷۷ نور زخمي شول.
د سعودي رژیم العربیه ټي وي چینل په دې وروستیو ورځو کښې ډیر کوشش کړی چې د سعودي رژیم دغه جنایت د نړیوالو قوانینو په اساس د روا پوځي عملیاتو په چوکاټ کښې وښائي.
خو د نړۍ ډیرو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقوقو ارګانونو د سعوديانو دغه جنایت په کلکه غندلی دی.

شریک یي کړئ!