برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

اسلام ښځې ته په ورکړه (واده) کې اجازه ورکړې، موږ یې ولي نه ورکوو؟

آریانانیوز: زموږ هره کړنه او کردار باید د شریعت له مخې وي، دا ځکه چې موږ لله الحمد مسلمانان یو.


که یو څوک ځان ته مسلمان وایي، باید د خپل شعار له مخې د همدې اسلام له اصولو سره په موافقت سره ژوند وکړي، لکه څرنګه چې مو مخکې هم وویل چې باید هره کړنه مو د اسلام له مخې وي، نو بناءً د همدې قاعدې له مخې غواړم چې باید د ښځې ورکړه (واده) د اسلامي شریعت سره موافق وي.
موږ په اسلام کې یو ډیر لوی افتخار لرو چې هغه د ښځې څخه د ورکړې په وخت کې اجازت اخیستنه دی، خو متأسفانه موږ د پښتون ولي د دود له مخي د اسلامي شریعت د قانون په ځای دې ناوړه او داسي دود چې پایله یې خرابه ده، ترجیح ورکړي.
حدیث کې راځي: عن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عیه وسلم لاتنکح الایم حتی تستامر و لاتنکح البکر حتی تستأذن قالوا یا رسول الله وکیف اذنها؟ قال ان تسکت، متفق علیه
په دې حدیث مبارک کې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: تاسو کونډه مه ورکوئ تر څو هغه درته امر ونکړي، او تاسو یوه پیغله مه ورکوئ تر څو چې هغه درته اجازه درنه کړي، صحابه کرامو وویل یارسول الله څنګه اجازه راته وکړي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې دا ساکته (پټه خوله) سوه نو دا د دې اجازه ده.
زمونږ حنفي مذهب یوه مسئله دا لیکي چې له پیغلې ښځینې څخه د اجازت په وخت کې که اغلې خپل ولي ته چوپه پاته شي او یا هم داسي د حیاء خندا وکړي، چې ترېنه د دې اجازه څرګندیږي، نو هغه د پیغلې یعنې باکرې ښځې اجازه شمارل کیږي.
نو مسلمانانو وړونو! نور ځانونه د پښتون ولي په نامه له دي جهالته وساتئ، مه خپل ځان ته زیان رسوئ، او مه خپل لور، خور ته زیان رسوئ چې خدای مه کړه د هغې ستا خوښ کړی ځای نه وي خوښ او د ژوندانه ښکلې لمحې ستاسو له کبله ورته سور اور د تل لپاره وګرځي.
لیکنه: فریده هلمندۍ

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي