برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اروپا په لور د کډوالو د ورتلو لاره

آریانانیوز: فرانس پریس آژانس راپورورکړی ، دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د هینګری په پلازمینې  بوداپیسټ کې  ددغه هیواد له لومړی وزیر ویکټور اوریّن سره په ګډ خبری کنفرانس کې  ګواښ کړی ، که  اروپائی اتحادیه  په ترکیې کې د سوریاوالو کډوالو  په باب  له انقرې سره مرستې ونه کړی ،نو  د اروپا په لور  د کډوالو د ورتلو لاره به پرانیزی .
د ترکیې ولسمشر  پر نړیوالې ټولنې  غږ کړی ،  خپل هیواد ته دې د سوریاوالو کډوالو د یوې برخې د لیږدولو  دپلان ملاتړ وکړی
اردوغان زیاته کړې ، ترکیه   د سورئې د  څه دپاسه درې نیم میلیون کډوالو پشمول د  څه دپاسه څلور میلیون  هغو کډوالو  کوربه ده چې له خپل هیواده  ئې د  جنګ د اوور د لمبو د زیاتیدا له امله په تښتې خپل ژوند ژغورلی دی  او دا امکاان  شته چې زیاتره  برخه ئې  اروپا ته مهاجرت وکړی .
د  اروپا او ترکیې ترمینځ   د ۲۰۱۶کال دموافقې په اساس ،  انقره  د مالی مرستو په بدل کې  موافقه کړې ده ،  اروپا ته د غیر قانونی کډ،الو د ورتلو بهیر کنټرول کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي