برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اروپايي ټولنې په سعودي عربستان کې د بشريت پر ضد وروستي جنایت باندې سختې نیوکې کړې دي

آریانانیوز: د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل په یوه بیان کې په سعودي عربستان کې د ۸۱ کسانو پر اعدام خواشیني څرګنده کړې او دا یې غیر انساني بللی دی.


د یورونیوز د راپور له مخې، اروپايي اتحادیې په یوه بیان کې ویلي، اروپايي اتحادیه د اعدام له سزا سره د یوه اساسي اصول په توګه مخالف دی او د اعدام سزا غیر انساني ګڼي. هغه ټینګار وکړ چې اعدام د جرم مخنیوی نه کوي او له انساني کرامت سره په ټکر کې دی او اروپايي ټولنه په کار ده چې د اروپايي اتحادیې په یو شمیر هیوادونو کې د اعدام سزا لغوه کړي چې لاهم پلي کوي.

د دې اعلان دوام په لاندې ډول دی: اروپايي اتحادیه په سعودي عربستان کې د اعدام د سزا د دوامدارې کارونې په اړه اندیښمنه ده او د اعدام د رسمي ختمولو په لور د لومړي ګام په توګه به د بشپړ بندیدو ملاتړ وکړي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۸۱ کسان یې د غلطو افکارو د لرلو او په تروریستي ډلو کې د غړیتوب او د دغه هېواد پر ضد د دسیسو جوړولو په تور اعدام کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي