برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اردوغان بیا د ترکیې ولسمشر شو

د راپور له مخې رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې ولس د غیر رسمي نتایجو په اساس هغه د ولسمشر په توګه ټاکلی دی.


اردوغان په انتخاباتو کې د خلکو په پراخ ګډون د هغوي مننه وکړه او دا انتخابات یې یوه دموکراتیکه کامیابي وبلله.
دترکیې ولسمشر همداراز په ټولټاکنو کې دخلکو ګډونه نوي فیصده وباله . د ترکیې د انتخاباتو کمیسیون هم د اردوغان د ګټلو اعلان وکړ او وې ویل چې هغه دوه پنځوس نیم فیصده رایې ګټلې دي.د هغه د ګټات رسمي اعلان به د جمعې په ورځ کیږي.
د ترکیې د پارلیماني انتخاباتو شپږویشتم پړاو او د ریاستي نظام په چوکاټ کې د ولسمشرۍ لومړي انتخابات پرون د جون په څلورویشتمه په ترکیه کې ترسره شول.
د هغه اصلي سیال محرم اینجی خپله ماته ومنله ، هغه یو دیرش اعشاریه اوه فیصه ووټونه ګټلې دي.
د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شپږو کاندیدانو سیالي لرله.

شریک یي کړئ!