برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 15 سپتامبر , 2020 لنډ لینک :

په عراق کې د داعش ترهګرو عملیات ناکام شول

آریانانیوز: عراق ته د وسلو ، درملو او یو شمیر میرمنو راوستو لپاره د داعش ترهګرو عملیات ناکام شول...


چارواکو یوه اعلامیه خپره کړې چی د نینوا لویدیز کې د ملي امنیت ځواکونو د استخباراتي راپورونو پراساس خبر ورکړ چی د داعش ترهګر د دې ځواکونو د ماموریت لاندې سیمې ته د وسلو ، درملو او یو شمیر میرمنو لیږدولو اراده لري.

دوی د سوریې او عراق په سرحدي سیمو کې د حرارتي کیمرې په کارولو سره د ګڼ شمیر کمینونو په مرسته عملیات شنډ کړل.

اعلامیه وايي: عراقي ځواکونو سمدستي اقدام وکړ او په دې بریالي شو چې هغه شکمن کس ونیسي چې غوښتل یې د ربیعه په ناحیه کې د عوینات کلي کې ، العمله کیمپ ته نیږدې په (ابوني) سیمه کې وسلې ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ!