برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 23 می , 2019 لنډ لینک :

پاکستان او هند خبرو ته ګروهنه وښودله

آریانانیوز: د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی او دهند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سواراج پرون د قیرغیزستان په پلازمینې بیشکک ښار کښې د شانګهایی دملګرتیا موسسې د وزیرانو دشورا د غونډې په څنګ کښې کتنه وکړه او د موجودو اختلافاتو په هواری یې ټینګار وکړ .



د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر قریشی په دغه کتنې کښې وویل اسلام اباد تل له هندوستان سره د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دی .
هغه دخبرو اترو له لارې له ګاونډی هیواد هندوستان سره د زاړو اختلافانو په حل ټینګار وکړ .
دپاکستان خارجه وزیر دغه راز د روسیې له خارجه وزیر او دچین له خارجه وزیر سره هم کتنې وکړې او دبیلابیلوموضوګانو په اړه یې ورسره خبرې وکړې

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه