برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 25 آگوست , 2019 لنډ لینک :

عراق د امریکا شارډز افیر احضار کړ

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د عراق دبهرنیو چارو وزارت پرون په بغداد کښې د امریکا شارډز افیر برایان میک فیټرز دعراق په خپلواکۍ او واکمنۍ د پوهولو په هدف سره احضار کړ



دعراق خارجه وزیر محمد علی الحکیم د امریکا له شارډز افیر برایان میک فیټرز سره په کتنې کښې ټینګار وکړ بغداد به په خپلو کورنیو چارو کښې د هرډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوی لپاره هرډول اقدام ترسره کړی
هغه له امریکا وغوښتل چې له عراق سره د ستراتیژیک مشارکت د موافقې مادو ته پاې بنده ووسی
په تیرو میاشتو کښې څلور(۴) ځله د عراق د ولسی بسیج ډلې الحشد الشعبی په پوځی مرکزونو باندې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم لخوا بریدونه وشول او هغه په اور کښې وسوزیدل
امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د عراق د ولسی بسیج ډلې الحشد الشعبی له بریالیتوبونو وروسته په دغه ډلې د دباو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړی دی

الحشد الشعبی ولسی ډله د مقاومت دجبهې د یوه(۱) اصلی غړی په توګه په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه