برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنج شنبه, ۳۰ جوزا , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سقطري کښې د اماراتي ځواکونو شتون د دغې سيمې د قبضه کولو په معنا دی

آریانانیوز: د العربي الجديد دیو رپوټ له مخې د يمن د مستعفي حکومت وزير عبدالغني جميل په يوې بيانيه کښې د سُقُطري په خاوره کښې له اماراتو سره د پېېلو ځواکونودوباره شتون ته په اشارې سره تاکيدوکړ دغه اقدام د يمن د حاکميت خلاف ورزي ده.



همدارنګ د يمن د سقطري ګورنر رمزي محروس هم وويل،له اماراتوسره وابسته يوه ډله عناصروپرون د نهې په ورځ کوشش وکړ چې د سقطري ارخبيل بندر په خپل کنټرول کښې راولي.
هغه زياته کړه، دغه تخريبکاره عناصر د دغه بندر د امنيت د ټينګولو ذمه وار ساحلي ګارډ سره ونښتل او د يمن د مستعفي حکومت د فوځي او امنيتي ځواکونو د شتون په وجه له دغه بندر څخه په شاتګ مجبور شول.
امارات کوشش کوي د سقطري جزيرې مهم او سټراټيجک تاسيسات او مراکز په خپل کنټرول کښې راولي.

شریک یي کړئ!