برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, 1 ژوئن , 2019 لنډ لینک :

د قدس شريف د خرڅولو اجازه نه ورکوو

آریانانیوز: محمود عباس په مکه کښې د اسلامي ملګرتيا د تنظيم په څوارلسمه غونډه کښې وويل، فلسطينيان له خپلو حقوقو او اصولو هيڅکله نه وروسته کيږي او په خپله خاوره کښې به ثابت قدمه پاتې شي او د خپلو ملي اهدافو تر پوره کېدو به له روا مقابلې لاس وانخلي.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر د قدس غاصب رژيم ته د رواوالي په ورکولو کښې د امريکې ملاتړونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ،امريکې د صلحې د بهير بنياد او اساس ړنګ کړی او له نړيوالو قوانينو نه بهر اقدامات کوي چې فلسطينيان او نړيواله ټولنه دا موضوع ردوي.

شریک یي کړئ!