برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکيې د واکمن ګوند پر انتخاباتي ټيم باندی برید

دیو رپوټ له مخې په دغه حمله کښې چې پرون د ترکيې د شانلي اورفا صوبې له سوروچ ښارګوټي سره نزدې رامنځته شوه لږ تر لږه درې تنه مړۀ او اته نور ژوبل شول.



په دغه حمله کښې د انصاف او ترقۍ واکمن ګوند د استازي ابراهيم خليل ييلديز ي ورور هم ووژل شول او څلور وروڼه يې نور ژوبل شول.
که څه هم د ترکيې حکومتي چارواکو د دغې حملې د عاملانو د هويت په اړه د نظر څرګندونه نه ده کړې خو د حريت ورځپاڼې وېبسائيټ د عيني شاهدانو له قوله وليکل، د دغې حملې عاملان د ترکيې د کردستان د پي کے کے پلويان وو.
په ترکيې کښې د کُردو د مسئلېد هواري لپاره د صلحې چلند د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کښې شروع او د ۲۰۱۵ کال په جولائۍ کښې په سوروچ ښار کښې د بم له چاودنې وروسته ختم شو. له دغې واقعې نه پس د ترکيې فوځ او پي کے کے په يو بل حملې بيا شروع کړې.
د خپرو شويو شمېرنو له مخې په دغه موده کښې لږ تر لږه د ترکيې شپږ سوه امنيتي ځواکونه او د پي کے کے اوۀ زره غړي وژل شوي دي.
د ترکيې د پارلېمان او ولسمشرۍ وار مخکې انتخابات د سږ کال د جون د روانې مياشتې په ۲۴ نېټه د رجب طيب اردوغان په شمول د شپږو نامزدو په ګډون سره ترسره کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي