په ولسواکو دولتونو کې ټاکنې د مشروعیت اساس جوړوي، ولس د قدرت سرچینه ګڼل کیږي. د درې ګونو قواوو تفکیک د ولسواکو سیاسي جوړښتونو اساسي بحث دی، د دې قواوو په رامنځته کېدو کې د ټاکنو کردار حیاتي دی. د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره په افغانستان کې ټاکنو خپل ارزښت له لاسه ورکړ
د ملي وحدت حکومت مشرانو ژمنه وکړه چې په دوه کلنو کې به د ولسي جرګې، ولسوالۍ شورګانو ټاکنې ترسره کیږي، د اساسي قانون د لويې جرګې نصاب به پوره کیږي او په دې ترتیب به د دولت بدلون، سیاسي شخړو حل او ګڼو ملي مسلو ته حل لارې رامنځته کیږي. د ملي وحدت حکومت دوه کاله د ډاکتر صیب غني او عبدالله په خپلمنځیو شخړو کې تېر شول، څلورم کال یې شو خو د ټاکنو د ترسره کولو، د کمیسون په استقلالیت او د ټاکنو د بڼې او ډول په څرنګوالي لا سره سلا نه شول. ارګ مجبور شو د بهرنیانو تر فشار لاندې باید د ټاکنو د پاره مهالویش وړاندې کړي. د مهالویش څخه د مخه په ټاکنو کې د ګډون بڼه او ډول څرګندول اړین و، د دې کار لپاره ارګ د ټاکنو د خپلواک ؟ کمیسون سره په ګډه د سټیکر ( Sticker) لګولو ناکاره پرزه د حل په توګه را وباسله. د سټکیر د لګلو له مخې پخواني د ټاکنو کارتونه لغوه شو، حتی د همدې سټیکر د لګولو د تګلارې له مخې موجوده تذکرې هم لغوه شوي، په دې مانا چې هیڅ افغان چې په ټاکنو کې قانوني حق لري، نشي کولی ګډون وکړي ځکه چې تذکره یې سټیکر نه لري.
هر افغان چې تذکره لري، تذکره یې ځانګړې شمېره لري، د ثبت جلد، د کتاب شمیره، نېټه او ورته نور کودونه لري چې د احوال او نفوسو په اړونده ادارو کې ثبت شوي، که د ملي وحدت حکومت د ټاکنو لیوالتیا لرله، ښه به دا وه چې همدا ویشلی شوي تذکرې او نوي اخیستل کیدونکي تذکرې یې کمپیتوترې کړي وای، د یو اساسي سیستم له مخې یې هغه ثبت کړي وي، هر چا چې د تذکرې له مخې په ټاکنو کې ګډون کاوه د هغه د تذکرې شمیره به ثبت او بندیده او په دې توګه به د بیا ځلې ګډون چانس ترې اخیستلی کیده. بله عملي لار یې د بریښنایي تذکرو د وېش له لارې وه. بریښنایي تذکرې چې د ملي وحدت د حکومت له پیل ورته په میراث جنجالي پاتې وي، د هغوی وېش تر داسې ورځې پورې وځنډاوه چې د بریښنایي تذکرو وېش یې نه یواځې په ټاکنو کې بې ارزښته کړ، بلکې په لویه کې يې دا پروسه تر سوال لاندې راوسته.
د را تلونکو ټاکنو له لارې یو ډله کسان چې افغانستان يې د B52 الوتکو او بهرنیانو په زور برمته کړی دی، غواړي یو ستر اکثریت قوم له ټولو ملي پروسو، سیاسي پرمختګونو او نړیوالو ارزښتونو بې برخې کړي. دوی دا کوښښ د بون د غونډې له جوړښت څخه تر دې دمه په سیستماتیکه توګه کوي، دا چې د خدای منظوره جلا ده ، دا بېله خبره ده. د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې دوی همدا ثابتول غوښتل چې پښتون د افغانستان اکثریت نه دی، په ټاکنو کې يې درغلۍ وکړي، ټاکنې جنجالي دوېم پړاو ته لاړې، په دویم پړاو کې چې پښتانه له کور کلي په ټاکنو کې ګډون ته را ووتل و د انسانانو یو ستر سیلاب یې رامنځته کړ، دوی چې پوه شول چې ټاکنې یې بایللي دي، په جان کیري یې غږ وکړ، امریکا چې د همدې ګوډاګیانو په لمسون او مرستې تر دې دمه د ولسواکۍ کوم ډول په افغانستان کې غږوي، د دوی داد، فریاد ته لبیک ووایې، د څه کم نهه میلیونه افغانانو رایه یې بې ارزښته کړه او د جان کیري په لاس یو ناقانونه، نا مشروع حکومت رامنځته شو.
د ټاکنو اساسي ستونزې:
له نیم څخه د زیات افغان نفوس سره د تذکرو نه شتون
هغوی چې بیا تذکرې لري، د سټیکرو د لګولو له اسانتیاو بې برخې دي
د سټیکرو د لګولو د مراکز کمښت
چېرته چې مراکز خلاص شوي، هغوی یواځې د زور واکانو په خدمت کې دي.
د جعلي تذکرو او جعلي سټیکرو رامنځته کیدل.
د ارګ د نوماندانو او لیستونو رامنځته کېدل، چې ډېر ژر به یې موږ افشا کړو، وار د مخه ځینې کسان د ارګ لخوا د بریالیو نوماندانو په توګه د ټاکنو کمیسون ته ور پيژندلی شوي دي.
د ټاکنو د شفافیت، بې پریوالي، عمومي کېدا او سرېوالي په اړه ګڼې ستونزې او شواهد.
د ناامنیو پراخیدا ـ فراه چې تېرو ورځو کې سقوط وکړ، ایا ولسوالۍ یې د طالبانو په ولکه کې نه دي؟
په حکومت کې د سیاسي ارادي نه شتون چې نه یواځې نه غواړي سمې ټاکنې ترسره شي بلکې غواړي یو کنترول شوی سیاسي بحران د ځان په ګټه رامنځته کړي.
د پښتون ولس سره په ټاکنو کې د مور او میرۍ سلوک.
پورته ټولې چارې استعمار د ځان په ګټه تر نیواک لاندې هیوادونو کې ترسره کوي، موږ د عراق بیلګه په مخ کې لرو، په لبیا کې چې څه وشول، حتی د مصر د ټاکنو پایلې موږ وکتلي چې څنګه د سیسي په زور واکۍ بدلي شي او نړیوالو پرې سترګې پټې کړي، له دې امله د پورته ستونزو په پړسولو کې د نړیوال کردار ډېر غوښن دی.
په تېرو ولسمشرېزو ټاکنو کې یواځې د خوست، پکتیا او پکتیکا څخه دولس سوه زره ( ۱۲۰۰۰۰۰( کسانو رایه استعمال کړي وه، دا په دې مانا چې په خوست کې څه د پاسه څلور نیم لیکه افغانان په ټاکنو کې ګډون کړی و، خو نن چې د سټیکر ستونزه یې راباسلي، د تذکرې مسله په کې راغلي، دا شمیره ماته نه ښکاري تر پنځوس زره پورې ورسیږي؟ همدا شمیرې به د خوست میشتو افغانانو په ضد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالیږي، دارنګه به د نفوسو د ویش په برخه کې هم له دې شمیرو څخه ګټه پورته کوي، په دې توګه به یو لوی اکثریت په اقلیت بدل شي.
یو کس چې په دایکندي کې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي، هغه ته به یواځې د یو ساعت په انتظار ټاکنې تمامیږي، خو یو بل افغان چې په زابل کې په ټاکنو کې وغواړي برخه واخلي، هغه ته به ټاکنې د سر په بیه تمامیږي، ځکه سټیکر به هغه د دولت د مخالفینو په کمین کې را ګیروي. د دومره ستر ډار، وېرې او تکلیف څخه خو د زابل خلکو ته په ټاکنو کې نه ګډون ښه دی. د وروستیو شمیرو له مخې په لسو پښتون میشتو ولایتونو کې یواځې څلور لکه افغانانو ځانونه ثبت کړي دي، چې د پکتیکا د ولسمشریزو ټاکنو رایې ترې زیاتې دي.
د اساسي قانون له مخې ( ۸۳ ماده، پنځم څپرکی) ټاکنې باید ازادې، عمومي، پټې او په مستقیمه توګه ترسره شي، تر څو یې له مخې د ولسي جرګې یا ولسوالۍ شورا غړې انتخاب شي. پوښتنه دا ده چې را تلونکې ټاکنې ایا په ریښتیا په ازاده، عمومي ( په ټول افغانستان کې)، په پټه ( له درغلیو او لاس وهنو پرته) او په مستقیمه توګه د رایې ورکوونکو له لوري ترسره کیږي او کنه هسې یوه ډرامه ده؟
د ټاکنو ترسره کولو کوم پیچلی علم ( Rocket Science) نه دی چې د حکومت یا د ټاکنو د کمیسون سر دې نه وې پرې خلاص، بلکې د حکومت په داخل کې ځینې کړۍ، بهرنیان او د سیمي استخبارات غواړي له دې لارې یو ستر ولس، لوی اکثریت قوم له دې بهیر څخه بې برخې کړي، راتلونکی حکومت د زور واکو، لنډغرو او پردیپالو په لمن کې وغورځوي، او په دې توګه د افغان وژنې روان بهیر اوږدیدو ته لار هواره کړي.
موږ په ټولو هغو دوستانو چې نوماندان دي، یا یې په ټاکنو د ګډون تابیا کړي، غږ کوو چې ټاکنې تحریم کړي، د ټاکنو پر ځای د سولې په عملي پروسه کار وکړي، د جګړې په خاتمه فکر وکړي، د ټاکنو د کمیسون دروازه وتړي، د پورته ذکر شویو ستونزو په صورت کې به یې پایلې له درغلیو ډکې وي، ولسي شرم به رامنځته کړي، د غزنې کیسه به په میدان وردګو، کابل، مزار، هرات، غور، بادغیس، فره، فاریاب او ګڼو نورو ولایتونو تکرار کړي.
په همدې هیله چې په دې حساس وخت کې خپله ملي دنده ترسره کړو.
یا رب توفیق!