له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا؛ په تازه سرمقاله کې لیکلي، دا چې تر پنځوس سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده، نو د حکومت له لوري ټاکنې اصلاً مشروعیت نه لري.
د مقالې د لیکوال په باور د اختر دریو ورځو اوربند دا وښوده چې طالبان نږدې په ټول افغانستان کې پراخ حضور لري او که حکومت د دوی له حضور سره سره د ټاکنو نیت ولري، هیڅ مشروعیت به ونه لري.
مقاله دعوه کوي چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې د طالبانو او حکومت تر منځ د یوې معاملې له مخې د طالبانو له لوري ګډوډه نه شوې، خو بیا هم د ځينو تخریبي کړيو له لوري ټول خلک «د جان کيري د پرېکړې قرباني شول.»
سرچينه د ټاکنو په اړه د بهرنیانو او حکومت د طرحې په اړه لیکي: «داسې ښكاري چې په ريښتيا هم حكومت او بهرنيان غواړي چې انتخابات بايد يا د دوى د خوښې پايلې ولري او يا داسې بحراني شي چې حكومت د خپل واك د دوام لپاره نورې نسخې عملي كړي.»
د راتلونکو ټاکنو په تړاو نا امني د یو لوی خنډ په توګه یادېږي، خو د همدې ورځپاڼې د پرون ورځې مقاله بیا پر دې را څرخېده چې د سولې پروسه هم امریکا انحصار کړې ده.
د مقالې د لیکوال په باور امریکا دې ته نه ده تیاره، چې په خواریو او لګښتونو تیاره شوې پوځي اډې مفتې له لاسه ورکړي، ځکه خو د سولې نیت نه لري.
مقاله کې وړاندې راغلي و، امریکا د سولې نوښت انحصار کړی او افغان حکومت ته يې داسې اجنډا په لاس کې ورکړي چې یوازې تبلیغاتي ګټه ترې واخلي.
د ویسا په دې سرمقاله کې چې د «په جنګي تګلارو کې سوله څومره ممنکه ده؟» تر سرلیک لاندې خپره شوې وه، دا هم راغلي چې امریکا غواړي ځينې طالبان له حکومت سره یو ځای کړي او «دوی بیا ترې تبلیغاتي ګټه اوچته کړي.»
وړاندې لیکي: «په دې كې د امريكا او د دوى د لاسپوڅي حكومت ګټه دا ده چې حكومت به لږ ساه واخلي او له حزب اسلامي سره د سولې په څېر به له طالبانو سره د سولې مسأله په رسنيو كې وشاربي. خو جګړه به دوام كوي، مرګونه به تر دې هم زيات شي او افغان ولس به د مصيبتونو په كنده كې پروت وي.»