برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چارواکي د امریکا په موجودیت کې پاکستان ته باج ورکوي

ویسا ورځپاڼه پر ډېورنډ د معاملې اړوند په خپره کړې سرمقاله کې افغان چارواکي پاکستان ته په باج ورکولو تورن کړي دي.


د سرمقالې د لیکوال له نظره له هم هغه وخته راهسی چې د بهرنیانو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی او پوځي اډې ورکړل شوې دي، خو لا هم حکومتي چارواکي پاکستان یو دروند باج ورکوي.
سرچينې ډېورنډ کرښه، د دې کرښې په اوږدو کې د پاکستان مداخله، اغزن تار، خندق کېدل، د قبایلو ادغام او همدارنګه د ځينو امریکايي او انګریزي چارواکو له لوري د دې کرښې د رسمیت یو نیم غږ د باج په ډول یاد کړي دي.
«واقعيت دا دى چې موږ د همدغو بهرنيو لوريو په تېره امريكا او انګلستان د ناوړه دريځونو او موخو بيه وركوو. د چارواكو لويه جفا دا ده چې هم يې امنيتي تړون او سټراټېژيك تړونونه له دوى سره لاسليك كړل او هم د دوى په قومانده پاكستان ته په باج وركولو مجبور دي.»
سرمقاله کې چارواکي بې شهامته او بې احساسه یاد شوي او لیکي: «كه په چارواكيو كې شهامت او د وطن د برخليك احساس واى. هېڅكله به يې هم دغسې ډبل باج ته غاړه نه وه ايښې، هېڅكله هم.»

څو ورځې وړاندې ځينو پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له پاکستاني چارواکو سره د ډېورنډ پر رسمیت هوکړه کړې، چې امنیت شورا يې د رد نازکه اعلامیه خپره کړه.
یاده دې وي د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازو جوړول، د اغزن تار لګول، د خندق کېندل او دواړو اړخونو ته يې کله کله پوځي عملیات د افغان چارواکو له غبرګون پرته روان وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي