برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ننګرهارکی یو شمیر حکومتی ادارې او شخصیتونه د بریښنا دادارې پوروړې دی

آریانانیوز: له ننګرهاره څخه دیوراپوربه اساس دافغانستان د ختیځی حوزې د بریښنا د ادارې چارواکی وایی یو شمیریوشمیر شخصیتونه او زورواکی دکابو دوه ملیارده افغانۍ د بریښنا دلګښت له پلوه پوروړی دی، چې باید دوی دې دغه پیسې سملاسی اړونده ادارې ته وسپاری.


د افغانستان ختیځی حوزې دبریښنا مشر انجنیر اکرام ا… عابد په جلال اباد ښار کې په یوې خبری ناستې کې وویل دننګرهار ولایت یو شمیر حکومتی ادارې او شخصیتونه د بریښنا دادارې کابو دوه ملیارده افغانۍ پوروړې دی چې یوازې یو ملیارد افغانۍ پور ئې د کانال پر مشرۍ پورې دی .
نوموړی له دې پرته چې د چا نامه واخلی ویلی دی ، دوه ویشت فابریکه لرونکو او زورواکو دبریښنا د غلا په موخه داسی میترونه لګولی چې له بریښنا استفاده کوی ،خو لګښت پرې نه راځی چې دملت له شتمنیو ستره غلا ده . هغه وویل یو شمیر زورواکو بیا د خپلو میټرونو تر څنګ وسله وال کینولی چې د دوې کارکوونکی ته په میټرونوکې د لګښت معلومولو اجازه نه ورکوی. انجنیر عابد وویل دغو فابریکو اودبریښنا پټونکو ملیونونه افغانۍ درغلې کړې چې اوس ترې دوې د خپلو پورونو د ټولولو لړۍ پیل کړی او تر دا مهاله یی کابو پنځلس ملیونه افغانۍ تر لاسه کړی خو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دی.هغه ګواښ کړی که دغه زرواکی او شخصیتونه ورته دغه پیسې ونه سپاری نو قانونی لارې ته به مخه کړی او بیا ئې په اختیار کې هیڅ نه وی . سږکال ورته دبریښنا عمومی شرکت ، د بریښنا له درکه اته سوه ملیونه افغانۍ عوایدو راټولولو سپارښتنه کړې وه خو دکال له پای ته رسیدو وړاندی نږدی اته سوه ملیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړی دی .
انجنیر اکرام ا… عابد ومنله چې جلال اباد ته له نغلو نه راغلې بریښنا دلارې په اوږدو کې ۹۷ ځلې پرې شوی چې یوولس ځلې د وسله والو له لورې په قصدی او دده پر وینا دا وروستی ځل چې خواوشاه څلویښت ورځې یې دوام وکړ دسیاسې موخو لپاره پرې شوې وه .هغه وویل اوس یې د جلال اباد او مهترلام ښارونو ته د نغلو بریښنا دلیږد درې بدیلې لارې ولسمشرې ماڼې ته وړاندې کړی چې تر منظورئ وروسته به پرې کار پیل کړی.هغه وویل د درونټې دبریښنا تولید بند به په نږدې راتلونکی کې د اسیا پراختیا بانګ په مالی مرسته ورغوی چې د بریښنا د تولید کچه به یی له اتو څخه دولس میګاواټو ته لوړه شی.دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته چې دنفوسو له پلوه خورا ګڼ میشته او په اوړی کې دهوا له پلوه له تودو ښارونوګڼل کیږی له نغلوا و درونټې څخه څلویښت میګاواټه بریښنا ورکول شوې په داسی حال کې چې د بریښنا ریاست د معلوماتو له مخې دصنعتی ښارګوټو په ګډون دا ښار نږدې سل میګاواټه بریښنا نه اړتیا لری.

شریک یي کړئ!