برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سورئې دامریکا یرغل د اسرائیلو دبقاء لپاره

د پاکستان ایټم بم پلار او مخینه لرونکی ساینسدان ډاکټر عبدالقدیر خان په یوې مقالې کې چې نن دپاکستان په جنګ ورځپاڼې کې خپره شوې ، په سورئې ئې د امریکا او دهغې دانډیوالانو یعنی انګلستان اوفرانسې وروستۍ توغندوی حملې ته په اشارې سره خبرداری ورکړی ،د روسیې ګواښ او سپارښتنو سره سره ، دغه وحشیانه او تیریګره حمله شوې ، چې له امله ئې یو شمیر بې ګناه مسلمانان شهیدان او ټپیان شوی دی .


دپاکستان دایټم بم پلار عبدالقدیر خان همداراز هغو عربو اومسلمانو هیوادنو ته په اشارې سره چې د دغې حملې ملاتړ ئې کړی دی ، لیکلی دی ، ننګ او پیغور دی دهغو اسلامی هیوادونو لپاره چې د دغې تیریګرې او جنایتکارې حملې ملاتړ ئې کړی دی .

ډاکټر قدیر خان دغه راز وئیلی دی، هغه ټوله ترهه ګری او جنایتونه چې په سیمې کې روان دی ، د اسرائیلو دبقاء لپاره دی او باید اسلامی او عربی هیوادونه دې په خود کې شی او ممکنه ده سبا د دهغوی وار هم راورسیږی .
د پاکستان د ایټم بم پلار روسیې ته په خطاب سره هم وئیلی دی ، روسیه هم باید د دغې وحشیانه او جنایتکارې حملې په ځواب کې دصهونیسټ رژیم ایټمی تاسیساتو باندې حمله وکړی او له مینځه ئې یوسی ، که داسې نه وی ، نو د لویدیځی هیوادونو د دغه یرغلګر اقدام ته ځواب نه ورکول به بزدلی او کمزوری وګڼل شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي