برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې به د امریکا برخليک هم د روسيې په څېر

آریانانیوز: د المان مشهورې مجلی شپيګل پخپله نننۍ ګڼه کی د المان مشهور څيړونکي«کلاوس من» څېړنيزه مقاله خپره کړې او په دغه مقاله کې افغانستان کې د امريکا اوولس کلنې جګړې په اړه بحث شوی دی.


په دغه مقاله کې راغلي، چې د اوولس کلنې جګړې سربېره طالبان د بري په درشل کې دي، امریکا د پخواني شوروي اتحاد په برخليک اخته کېدونکې ده او افغان حکومت فاسد دی، د مخدره موادو قاچاق او کرهنه د پخوا په پرتله تر ټولو زياته ده.
دغه څېړنيزه مقاله زياتوي، چې له طالبانو سره د سولې څرک نه ښکاري، د امریکا تګلاره او پوځي فعاليتونه ناکام دي، ګڼ شمېر څېړنې وايي، چې امريکا د افغانستان په څېر ټولنه کې نه شي بريالۍ کېدای.
پر غزني د طالبانو د بريد پر مهال دوی افغان عسکرو ته ويلي و، چې له افغانانو سره يې څه لانجه نشته، دوی يوازې له بهرنيانو سره کار لري، چې افغان عسکرو هم لاره ورکړه او عسکر ورته وويل: «سمه ده دا ټوله لوبه د بهرنيو ځواکونو له شتونه راجوړه شوې ده.»
مقاله زياتوي، چې له ۲۰۰۱ راهيسې تر ۲۰۱۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه روانه ده، اوس هم نږدې شل زره ناټو پوځيان هلته پراته دي، چې له نيمو زيات يې امریکايان دي، خو د افغانستان امنيت او ثبات کې کوم رول نه شي لرلی، بلکې ناامني او د طالبانو پرمختګونه لا هم مخ پر وړاندې روان دي.
شپېګل مجلې دغه څېړنيزه مقاله وايي، د امریکا په مرسته د افغانستان واک ته رسول شوی ولسمشر اشرف غني د امریکا پخوانی اوسېدونکی دی، په تېر جون د کوچني اختر پر مهال يې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ، ورپسې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټا ته امر وکړ، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سياسي لارې چارې ولټوي، ورپسې اشرف غني يو ځل بيا په لوی اختر کې د امریکا په ملاتړ له طالبانو سره درې مياشتنی مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو يې مثبت ځواب ور نه کړ او اوس امریکا په دې لټه کې ده، چې له طالبانو سره د سولې تړون ته د رسېدو لارې چارې پيدا کړي.
د شپېګل په باور امریکا هم د پخوانۍ برتانيې او روسيې پر پله روانه ده، په خپلو تګلارو کې هېڅ بريا نه ويني او پر افغانستان د بريد پر مهال يې ځمکني حقايق سم نه و ارزولي او پر ځان يې له اندازې زيات باور کړی و، چې پایله يې اوس ټولو ته روښانه ده.
ټول مالونه د مفسدينو په لاس کې
شپيګل مجله د سيګار د راپورونو پر اساس وايي، چې امريکا ډېری مالونه په بګېل شوو مفسدينو ولګول، له همدې امله د امریکا مالي مرستې ضايع شوې او د فاسدو زورواکانو لاس ته ورغلې.
د حکومتي فساد او ظلمونو له امله د هېواد بې وزله طبقه له حکومته نهيلې شوې او داسې چاپېريال يې برابر کړی، چې خلک د طالبانو لوري ته لېواله شي او پایله به يې همدا وي، چې د هېواد له نيمې ډېره برخه د حکومت له واکه ووځي او تر ټولو مهم يې په جنوب کې هلمند ولايت دی.
د بحران نړیوالې ډلې خبرداری
د بحران نړیوالې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې خبرداری ورکړی و، چې د ناامنيو، سړي تښتونو، شکنجو بې کارۍ او نورو ظلمو له امله طالبانو ته ساحه پراخيږي، خلک د هغوی ليکو ته ورځي او بل لوري ته افغان عسکر په عملي ميدان کې کمزوري دي او شمېر يې هم په کمېدو دی.
د مخدره موادو زياتوالی
په راپور کې بل مهم ټکی دا ښودل شوی، چې د امريکا متحده ايالتونو او ناټو تر سيوري لاندې په افغانستان کې مخدره مواد په بې ساري توګه زيات شوي او ۲۰۱۷ کال کې د تېرو وختونو په پرتله ۶۳ سلنه زياتوالی په کې راغلی او تېر کال کې نهه زره ټنه افيوم بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوي او لامل يې د امریکا او افغان حکومتي چارواکو فساد، د نشه يي توکو کاروبار او اسانتيا برابرول دي.
افغانستان او طالبان
د مقالې د ليکوال کلاوس من په وينا په دغسې يو حالت کې طالبان د کابل حکومت فاسد او غیر فعال بولي او خپل ځانونه د امريکايي يرغل پر وړاندې د دين او وطن ساتونکي معرفي کوي، ډېری افغانان د د همدې ديني او ملي شعار پر اساس د طالبانو تر شا ولاړ دي.

د شپيګل د راپور په پای کې راغلي، چې امريکايان هم د پخواني شوروي په څېر له اوږدې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرو ته اړ شوي او د سولې دغه خبرې به يې هم د پخواني شوروي په څېر وي او تر هغو به ګټه ونه کړي، چې وروستی امريکايي پوځي له افغانستانه نه وي وتلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي