برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی د امریکايي پوځیانو لخوا د عام خلکو د وژلې دوام

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کښې مدعي شو چې په دغه هیواد هیواد کښې د امریکايي پوځیانو شتون په افغانستان کښې د صلحې او ثبات له ټینګښت سره مرسته ده.



دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو کړچار ښودنه کوي دغه ځواکونه خپله په افغانستان کښې د ناامنۍ او کړکیچ په لامل بدل شوي دي او د افغانانو په وژلو سره لاهم جنایتونه ترسره کوي.
دا په دې معنا ده چې د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله د امریکايي چارواکو ادعا او د دغه هیواد د خلکو وژله نه یوازې په خپلو کښې تناقض لري بلکې ښودنه کوي چې هغوي د افغانستان د خلکو لپاره د هیڅ ارزښت قایل نه دي. د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې دیره امریکايي پوځیانو ته په پوځي عملیاتو کښې د ګډون کولو اجازه ورکړه. د خپرو شویو رپورټونو له مخې امریکايي پوځیانو هم د هوايي او ځمکنیو حملو په بیا پيلولو او له تندلارو او ترهګرو سره د مقابلې په ادعا سره د افغان ملکیانو وژله پیل کړې ده.
امریکې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان باندې په حملې سره دغه هیواد ونیوه او په خپله پکښې د ناامنۍ او ترهګرۍ په لامل بدله شوه. د امریکايي پوځیانو لخوا د پټو جیلونو جوړول او پکښې د افغانانو شکنجه کول، د ساعت تیري لپاره د ملکي افغانانو وژل او د ممنوعه بمونو کارول په تیرو اولسو کالو کښې په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د جنایتونو یوازې یوه برخه پاتې شوې ده.
د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي ویلي دي:
د امریکې لخوا د ممنوعه بمونو کارول په کلکه غندل شوي دي. د امریکې دا کار د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکې د نویو او خطرناکو وسلو د ازمویلو لپاره له افغانستانه غیرانساني او بې رحمانه استفاده ده.
د امریکې ادعا په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره مقابله ده خو نه یوازې په دغه هیواد کښې ترهګري نه ده ختمه شوې بلکې د افغانستان د حکومتي چارواکو په وینا په دغه هیواد کښې د فعالو ترهګرو ډلو شمیر څه باندې شلو ډلو ته رسیدلی دی. دا په دې معنا ده چې امریکا په هیڅ توګه په افغانستان کښې د امنیت او ثبات د ټینګولو نیت نه لري بلکې په دغه هیواد کښې د ناامنۍ او کړکیچ په دوام سره غواړي چې په افغانستان کښې د خپلو پوځي شتون د دوام په توجیه کولو سره دغه هیواد په سیمه کښې د ځان لپاره په یوې مهمې اډې بدل کړي.
امریکايي کارپوه رابرټ فانټینا وايي: دا ریاکارانه کړچار د امریکایي سیاستوالانو یو د معمول کړچار دی. هغوي د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او مدعي دي چې پر ځان باندې د حکومت لپاره د ټولې نړۍ د خلکو له حقوقو ملاتړ کوي حال دا چې د ترهګرۍ او تشدد ملاتړي دي.
په هر حال د امریکې خارجه وزیر په داسې حال کښې افغانستان ته سفر کړی چې په دغه هیواد کښې د امریکې د پوځي ځواکونو کړچار له سختو نیوکو سره مخ دی ځکه چې د خلکو د وژلې، د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق او د داعش په شمول له ترهګرو ډلو د ملاتړ په شان د امریکايي ځواکونو د جنایتونو ډیر اړخونه لا ایشوا شوي نه دي خو په افغانستان کښې د امریکې کړچار بشپړ ترهګر پال او تشدد ته لمن وهل دي چې د افغانستان د خلکو کرکه او نفرت یې له مخکښې نه زیات راپارولی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي