برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی دامریکا باطل پرستې ماتې خوړلې ده

آریانانیوز: مغرورو امریکایانو پرته له دې چې د افغانستان تاریخ ولولي، د افغانانو په طبیعت او فطرت ځان پوه کړي، دا د امپراطوریو هدیره په سم ډول و څیړي، بس یو دم یې را هه کړل او خپل ټول زور، امکانات او نیرنګونه یې په کار واچول، د امپراطوریو هدیرې ته یې خپل حرموني پوځیان راوړل؛ دلته یې د مالي امتیازاتو په بدل کې څه خلک خپل غلامان کړل، ناټوګۍ یې هم په دې خونړۍ جګړه کې ښکېله کړه، دا ۱۷ کاله یې خپلې ټولې حربې استعمال کړې، په نړۍ کې یې خپل حیثیت بدنام کړ، د افغانستان په اشغال سره یي د نړۍ امن ګډ وډ کړ، افغانستان ته یې درانه تلفات واړول، لکونه خلک یې ووژل، په ۱۷ کالو کې یې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې تر نامه لاندې د افغانانو سره هغه نارواوې او ظلمونه وکړل، چې تاریخ یې به یې ساری ډېر کم ولري، دا ټول وحشتونه، ظلمونه، مکر او فریب یې بیا هم داسې پایله ورکړه چې امریکا یې تمه او تصور هم نه کاوه، یعني د ننۍ نړۍ سوپر پاور امریکا دلته د تش لاسو افغانانو د جهاد او اسلامي مقاومت په پایله کې ماتې وخوړه او همغه امریکا چې ویل به یې موږ د هغه چا سره چې زموږ باداري نه مني، قطعاً خبرې نه کوو، بلکې یا به وژل کیږي او یا به زندان ته اچول کیږي، الحمدلله نن یې دا کبر او غرور د خاورو سره خاورې شوی او اوس یې ټول تمرکز پر دې خبره دی چې څه ډول د افغانستان له جګړې په باعزته توګه خپل پوځونه وباسي، خو د ماتې او شرمندګۍ دا تور داغ به د مغروري امریکا پر ټنډه ضرور لګیږي، نړۍ به بیا وویني چې څه ډول د چنګیز، انګریز او روس ماتوونکو افغانانو د خپل متعال رب په نصرت سره مغروره او سوپر پاور امریکا هم لیونۍ کړه، ماتې یې ورکړه او د سپیني ماڼۍ د مغرورو حاکمانو له سرونو یې د کبر او غرور نشه والوځوله؛ هوکی دا ورځ لرې نه ده او ډېر ژر به موږ د دې سپېڅلې تاریخي فتحې جشنونه ولمانځو.
دا چې امریکایان په کومه لاره روغ راغلي وو په همغه لاره به بیرته ګوډ او مات، شرمنده او ټکیدلي ځي، هغه خلک دې د خپل برخلیک په اړه فکر وکړي چې دا ۱۷ کاله یې د امریکایي اشغالګرو غلامي او جاسوسي وکړه، خپل ولس یې پرې وواژه، د خپلو خلکو د کورونو دروازې یې پرې والوځولی، په خوب ویده مظلوم ولسي وګړي یې په امریکایانو بمبار کړل، زندانونه یې د مظلوم ولس له اولادونو ډک کړل او بلاخره د غربي ډیموکراسۍ حاکمیت لپاره یې هره بې غیرتي، بې شرمي او بې ننګي ترسره کړه، دوی دې دا نه هیروي چې د دوی د ظلمونو او وحشتونو حساب به ضرور د دوی سره کیږي، حتماً به عدالت ته وړاندې کیږي او دا ځل به افغان ولس چاته د دې اجازه ورنکړي چې لکه د کمونیستانو په ډول دوی هم په کُلي توګه وبخښل شي، ځکه د دوی د ظلمونو او وحشتونو کچه نسبت کمونیستانو ته ډېره زیاته ده، دوی که اوس هم وغواړي نو د محاکمې په ورځ له ذلت او شرمندګۍ څخه خلاصیدای شي او هغه داسې چې همدا اوس دې په خپلو تیرو ظلمونو توبه وباسي د ولس د زړونو د بیرته ګټلو او د خپلو مظالمو د جبران لپاره دې د اسلامي نظام د قیام لپاره مټې را بډ وهي، په اشغالګرو کفارو دې هر ځای حملې وکړي، د مجاهدینو ترصد او هغوی سره دې همکاري وکړي، د کفارو د ظلمونو او وحشتونو د مخنیوي لپاره دې د یوۀ متعهد مؤمن مجاهد په حیث مبارزه وکړي، نو امید شته چې وبخښل شي او که دوی په دې تمه خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي چې امریکایان به تل د دوی سره دلته موجود وي، دوی ته به مرستې ورکوي، هوایي او زمیني ملاتړ به یې کوي، نو دوی دې نور دا خیال پلاوونه نه وهي او باید دا حقیقت درک کړي چې د حق او باطل معرکه ده، باطل پرستې امریکا ماتې خوړلې او ژر ده چې امریکایان به خپلې پښې له سیمي وباسي، خو دوی به د مجاهد ولس رحم او کرم ته یواځې پریږدي، هغه وخت به د دوی پښیماني او افسوس دوی ته هیڅ ګټه و نه کړي.
ان شاءالله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي