برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کښې د نشه ايزو موادود توليد زياتيا

له افغانستانه رارسېدلي رپوټونه وائي چې سږ کال په هلمند ولايت کښې د کوکنارو د کشتونو د نابودولو کمپائن تر سره نه شو. په دې بنياد د دې ولايت بزګرانو تر يوۀ فصله زيات کوکنار وکرل او وسله والو طالبانو هم له دې لارې زياتې پېسې ترلاسه کړې.



يو هغه کروندګر چې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کښې ژوند کوي او په امنيتي دلائلو يې و نه غوښتل نوم يې په ډاګه شي رسنيو ته وويل چې کوکنارو د کر په وړومبي فصل کښې چې تازه ختم شوے دے خپله اته جيربه زمکه يې د دغو کوکنارو کرلو ته بيله کړې وه. د دغه بزګر په وېنا که څه هم کوکنارو د کرلو ټول کړاؤنه د دۀ په غاړه دي خو د خپلې زمکې د حاصلاتو يوازېنے څښتن نه دے بلکه طالب ډله د هر يو جيرب زمکې څخه چې کوکنار پکښې کرل کيږي عشر يعنې د ترياکو د حاصلاتو لسمه برخه اخلي. هغه زياته کړه چې سږ کال په هلمند ولايت کښې د کوکنارو د کرل کېدو له لارې طالب ډلې زياتې پېسې ترلاسه کړې.
هغه وويل، که ترياک ښه وي او که بد که د شپې ډوډۍ ولري او که يې ونه لري بايد د هغې عشر ورکړي او طالب ځواکونو سږ کال د ترياکو له لارې ډېرې پېسې ترلاسه کړې، نه يوازې يې له بزګرانو څخه عشر واخېستۀ بلکه له سحره تر ماښامه پورې به طالبان راتلل او د زکات او په جګړه کښې د مرستې په نامه به يې زمونږ د زمکو په حاصلاتو کښې ځانونه شريک ګڼل او په لسمه ورځ به يې پاڼې راوړې چې د عشر د ورکولو وخت رارسېدلے دے او بايد رائې کړئ.
په هلمند ولايت کښې د طالب ډلې يوې سرچينې هم چې خپل ځان يې معرفي نه کړ تائيده کړه چې طالبانو سږ کال د کوکنارو د کرل شويو زمکو د هر جيرب له حاصلاتو څخه له دريو نه تر څلورو خوردو عشر ټاکلے دے.
هلمندي بزګر وائي: د زمکې څخه د طالب ډلې د عشر او زکات له بيلولو وروسته د دۀ لپاره تر اوۀ کلو کم ترياک پاتې شول چې هغه يې هم په ډېره ټيټه بيه خرڅ کړل. د هغه د وېنا له مخې په تېرو وختونو کښې څلور نيم کلو ترياک چې په هلمند کښې ورته يو من ويل کيږي د يو لکو پاکستاني کالدارو په بيه خرڅېدل، خو اوس چې د کوکنارو کرل زيات شوي دي په هلمند کښې د هغو بيه د هر من لپاره پينځويشتو زرو پاکستاني کالدارو ته راټيټه شوې ده.
دا په داسې حال کښې دي د پرتو امريکائي فوځيانو چارواکو د روان کال په وړومبنيو وختونو کښې ادعا کړې وه چې په خپلو هوائي حملو کښې يې په هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو کښې د نشه ايزو توکو د توليد په لسګونو کارخانې ورانې کړې دي. په افغانستان کښې د امريکې د هوائي ځواکونو يو لوړ رتبه جنرل جيمز هېکر په هغه وخت کښې وويل چې له طالب ډلې سره مرسته کونکې سرچينې به ختمه کړي چې د دغې ډلې فعاليتونه کم شي.
هلمندي بزګر چې د کوکنارو د کرلو په وړومبي فصل کښې يې په خپلو اتو جيربو زمکو کښې کوکنار کرلي دي همدارنګ وائي چې په هلمند کښې بزګران په يو کال کښې څلور فصله کوکنار کري چې دا مهال په دې ولايت کښې د کوکنارو د کرلو دويم فصل روان دے، او تر وړوکي اختر وروسته به يې دريم فصل پېل شي. د دغه بزګر په وېنا دې به په خپله هم په څور راتلونکو ورځو کښې په خپلو زمکو کښې د کوکنارو د کرلو دويم فصل شروع کړي.
د کوکنارو ښه محصولات په اوبو پورې تړاو لري چې زمکې ته ورسيږي او په هغو سيمو کښې چې باران ډېر وريږي، حاصلات هم ډېر شوي دي. دا په داسې حال کښې ده چې روان ميلادي کال د مۍ د مياشتې په شلمه د افغانستان د نشه ايزو توکو سره د مبارزې د وزارت او د ملګرو ملتو د نشه ايزو توګه او جرمونو سره د مبارزې د دفتر په ګډه سروې کښې اعلان وشو چې تېر کال په ټول افغانستان کښې نهۀ زره ټنه ترياک توليد شوي وو. د دغې سروې له مخې درې لکه کسان د نشه ايزو توکو په کرلو او توليدولو کښې لګيا دي.
يو کارپېژاندي او ليکوال وحيد مژده دیوی پوښتنی په ځواب کښې يې وويل: څه موده وړاندې هغو بزګرانو چې کوکنار کري چې د کوکنارو يو نوے ډول تخم دوي ته رسېدلے دے چې په څلورو فصلونو کښې محصول ورکولې شي او زياتو اوبو ته هم ضرورت نه لري. د مژده په وېنا د امريکائي ځواکونو، سي آئي اے استخباراتي تنظيم او د افغانستان د ځينو حکومتي کړيو په شمول د نشه ايزو توکه له مافيا نه بغېر آيا بل څوک دا ډول تخم د بزګرانو لپاره برابرولې شي. مژده د طالب ډلې لخوا له ترياکو څخه د عشر د اخېستنې د تائيدولو ترڅنګه څرګنده کړه، د نشه ايزو توګو څخه د هغو ميليارډي عائداتو په وړاندې چې مافيا په تېره بيا سي آئي اے ته ورسيږي هغه پېسې چې طالب ډله يې د عشر په نامه اخلي ډېرې کمې دي. مژده وويل، د سي آئي اے سيمه ايزو او پټ عمليات د امريکې په بودجې سره شي ترسره کېدې، ځکه نو په هغو ميليارډي ډالرو سره چې د نشه ايزو توکو د قاچاق له لارې يې ترلاسه کوي د داعش په شان د افراطي ډلو د جوړولو، د وسلو او نورو جنګي سازوسامونونو د برابرولو او يا د خپلو سيمه ايزو مامورينو ته د معاشونو او تنخواګانو د ورکولو په شان د پټو ماموريتونو لګښتونه ورکوي کوم چې د عامو خلقو او د حکومتونو په دننه کښې ورته کار کوي.
د امريکائي فوځي چارواکو لخوا د نشه ايزو توکو د کارخانو د بمبارولو د ادعا په حقله هم مژده وويل، د نشه ايزو موادو د توليدولو کارخانه د صنعتي کارخانو په شان ستره نه ده ، د بخار يو دېګ ، کيميائي مواد، د ګېسو يو سلېنډر او يو بېرل او داسې واړۀ څيزونه په يو وړوکي اطاق کښې هم ځائيږي. او دا قسم په سلګونو توليدي کارخانې په افغانستان کښې موجودې دي چې که ورانې شي نو ډېر زر به بېرته جوړې شي. په دې بنياد د مژده په وېنا د امريکايانو دغه ادعاګانې يوازې د خلقو د غولولو لپاره مطرح کيږي.
د افغانستان د علومو په اکېډېمۍ کښې د دائرت المعارف څانګې مشر استاد حبيب ا… رفيع دیوی مرکی په ترځ کښې وويل، د نشه ايزو توکو د توليد بدنامي د افغانانو په برخه ده خو هغه پېسې چې له دې لارې ترلاسه کيږي، تقريباً اته فيصده يې افغان بزګرانو ته رسيږي، او پاتې پېسې د دۀ په وېنا د نړيوالې مافيا جېب ته ورځي. چې په هغو سره د ترهه ګرو ډلګيو د جوړولو او د خپلو استعماري اهدافو لپاره د ناامنيو او جنګونو په شان بشري ضده کارونه کوي. استاد حبيب ا… رفيع همدارنګ وويل، له افغانستانه د نشه ايزو توکو زياتره قاچاق نورو هېوادونو په تېره بيا اروپائي هېوادونو ته د امريکې د فوځي الوتکو په وسيله ترسره کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي