برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پاکستان کې د افغانستان په اړه د عمران خان دڅرګندونې غندل

آریانانیوز: دا دوهم ځل دی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د موقتي حکومت جوړیدل د سولې لپاره اړین بولي. د خان دغه څرگندونې نه یواځې په افغانستان بلکه په پاکستان کې هم د هغه سیاسي مخالفینو غندلې دي او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې مداخله بللې ده.
پخواني سناتور افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان د طالبانو موقف په افغانانو ورتپي او غواړي چې د طالبانو غوښتنه چې د موقتي حکومت په اړه یې کړې وه، پوره شي. هغه په خپل ټویټر په دی موضوع څو ټویټونه وکړل. ښاغلی خټک لیکي:
“په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړیدو په اړه د عمران خان څرگندونې بی شکه د دغه ملک په ملي حاکمیت تیری دی. په افغانستان کې د قدرت د انتقال په اړه خبرې د سولې د خبرو موضوع وه چې افغانانو به د یو بل سره کوله.”
خټک زیاته کړه چې د عمران خان دغه غیر مسولانه بیان د افغانانو د مختلفو خواو ترمنځ خبرو ته سپکاوی دی.
د سیاسي چارو مبصرې ماروي سر امریکاغږ ته وویل چې د عمران خان څرگندونی د پوځ څرگندونی دي. هغې وویل :”دا څرگنده خبره ده چې پاکستان په افغانستان کې څه غواړي او د چا حکومت غواړي. عمران خان باید د داسې خبرو نه ډډه وکړي کنه نو دیته دې غاړه کیږدي چې د پاکستان په اړه گاونډي ملکونه داسې خبرې وکړي.”
عمران خان چې څو وارې یې ویلي دي د افغانستان د مسلې حل د خبرو د لارې ممکن دی، د خپل حکومت نه مخکې یې په پاکستان کې دننه هم د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر جوړیدو وړاندیز کړی و.
د افغانستان په اړه یې هم دا دوهم ځل دی چې وايي هلته د یو موقتي حکومت جوړیده د مسلو حل دی او د افغانستان د حکومت لخوا پرې سختې نیوکې کیږي.
د پښتون تحریک اساس ایښودونکی غړي محسن داوړ هم په خپل ټویټر د خان څرگندونې د افغانستان په ملي حاکمیت تیرې وباله. هغه په خپل ټویټر ولیکل چې “د سیمې د امنیت او خوشحالۍ لپاره پکار ده چې هیوادونه د یو بل د ملي حاکمیت درناوی وکړي.”
همدغه ډول د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر په خپل ټویټر ولیکل:
“د عمران خان دا خبره چې په افغانستان کې دې موقتي حکومت جوړ شي، د غندلو وړ خبره ده. دا د گاونډي ملک پر وړاندی یو ډیر ناوړه ډپلوماتیک دریځ دی.”
د پیښور یو بل سیاسي مبصر پروفیسر اسماعیل په خپل ټویټر ولیکل چې عمران خان دې د خپل ملک غم وخوري.
پروفیسر اسماعیل لیکي:
“عمران خان خپل ملک سمبالولی نه شي او گاونډي افغانستان ته مشوری ورکوي. دا کس د جرنالانو په نوکرۍ کې هر څه کولی شي. د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله د زغملو نه ده.”
په پاکستان کې خبریالې نایله عنایت د عمران خان نه پوښتي چې اخیر د افغانستان نه څه غواړي. هغه لیکي:
د عمران خان د افغانستان د موقتي حکومت په اړه څه خبره ده؟ داسې خو نه ده چې هغه اوس د نوي پاکستان نه وروسته نوی افغانستان صدراعظم جوړیدول غواړي؟
تر اوسه پورې عمران خان د موقتي حکومت د وړاندیز نه وروسته د افغانستان په نیوکو تبصره نه ده کړې

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي