برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ – د ترکیې اقتصاد به وراند کړم

آریانانیوز: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کوي چې که ترکیه پر کردي جنګیالیو برید وکړي، نو امریکا به د ترکیې او هم د ایران اقتصاد وراند کړي.


ټرمپ وروسته له هغې دا خبره کوي چې ترکیې د سوریې پولې ته نیږدې خپل تازه دمي سرتېري استولي دي.
امریکا متحده ایالاتو او کردانو په ګډه په سوره کې د داعش ډلې پر وړاندې جګړه کړې ده، اوس چې امریکا له سوریې د وتو هوډ کړی، کردان د ترکیې له بریدونو په وېره کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امریکا متحده ایالات په سوریه کې د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې حکومت سره سلا ته هیله څرګنده کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د خپل ترکي سیال، مولود چاووش اوغلو سره له ټلفوني اړیکې وروسته هیله څرګنده کړې وه چې په سوریه کې په د کردانو د برخلیک په تړاو له ترکیې سره هوکړې ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه کردي جنګیالي ترهګر بولي او پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکړی دی.
امریکا متحده ایالات اوس مهال سوریه کې کابو دوه زره سرتېري لري چې له کردي جنګیالیو سره یوځای د داعش پر وړاندې جګړه کوي. خو کردي جنګیالي د امریکايي ځواکونو وتل له داعش سره د مبارزې په زیان بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي