برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ د افغان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ «غور» کوي

آریانانیوز: افغان سیاستوال او حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر تیاري بوخت دي، خو ټرمپ بل فکر اخیستی.


وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ځای د جګړې د ختمولو فکر اخیستی او د سرچینې په قول په بېړه کې دی چې ژر دا جګړه پای ته ورسوي.
سرچینه د یوې امریکايۍ ډيپلوماټې رابن فیل په حواله لیکلي، چې زلمي خلیلزاد هم داکټر غني ته دا غږ ور رسولی خو هغه او ملګرو يې مخالفت کړی دی.
غني چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره هم په زړه کې د واک ګوړې ماتوې، خو د واشنګټن له لوري د دې پرېکړې په اورېدو به يې واڼي وتښتي.
وال‌سټریټ ژورنال نه دي لیکلي چې ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته رسېدلی، خو زیاتوي چې د سولې لپاره بېړه لري، غواړي جګړه ختمه کړي ځکه خو د ټاکنو پر ځنډ لا هم غور کوي.
امریکا د سولې د هڅو لپاره زلمی خلیلزاد ګمارلی، چې نږدې یوه میاشت کې يې د سیمې هېوادونو ته دویم سفر پیل کړی دی، چې کابل ته دوه ورځې وړاندې را ورسید.
تر اوسه له ټاکنو پرته د حکومت پر ډول څه نه دي ویل شوي، خو اټکل کېږي چې یا به موقته اداره رامنځته شي یا هم یوه لنډمهالې شورا.
د شورا د جوړېدو خبره د روان کال په لومړیو کې هم ورکړل شوې وه، چې د تېر جهاد ځينو پخوانیو مشرانو له امریکايي مقاماتو سره هوکړه هم کړې وه.
ډاکټر غني تېره اوونۍ هم ټینګار وکړ، چې ولسمشریزې ټاکنې به پرخپل وخت ترسره کېږي، خو سرچینه د امریکايي چارواکو په حواله زیاتوي چې په افغانستان کې ټاکنې تل له ټګۍ برګۍ ډکې شوې او که د سولې تر بریا وړاندې ولسمشریزې ټاکنې وشي، نو د سولې هڅې به «تبا» کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي