برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي مبارزې امریکا مخامخ خبرو ته په ګونډو کړه

آریانانیوز: د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو په اړه تر اوسه پورې طالبانو رسماً څه نه دي ویلي، خو تازه يې په اوونیزه تبصره کې یادونه کړې ده.



دغه تبصره چې پر روانو حالاتو د افغانستان اسلامي امارت رسمي نظر څرګندوي، په اوونۍ کې یو ځل د طالبانو پر رسمي پاڼه خپرېږي.
د «اسلامي امارت د مؤمن اولس دفاع ته ژمن دی» تر سرلیک لاندې دې تبصره کې د ولس او طالبانو پر اړیکو خبرې شوې، د ولس له قربانیو مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې دا هڅې به يې ښې پایلې ولري.
په تبصره کې وړاندې د اسلامي امارت پر تاریخ لنډ نظر اچول شوی او ګام پر ګام دا ښوودل شوې چې طالب سرتېرو د ولس له ناموسه د سر په بدله دفاع کړې ده.
په دې تبصره کې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو پیل د طالب سرتېرو ژمنتیا او قربانیو ثمره یاده شوې ده.
«په اوولس کلن جهاد کې د اسلامي امارت مجاهدینو خورا سترې قربانۍ ورکړې، د اسلام او هیواد تاریخ ته یې تلپاتې ویاړونه وروبښل چي په پای کې یې نه یوازې د هیواد اکثره سیمې له اشغالګرو تصفیه کړې، بلکې اشغالګر یې دې ته اماده کړل چې زموږ د اولس برحق پاڅون ته په درنښت وګوري او د مخامخ خبرو په پیل سره له افغانستانه د وتلو مرحلې ته ځان آماده کړي.»
په تبصره کې د داعش وسله‌والو اړوند هم یادونه شوې په فراه، هلمند، غور، لغمان او جوزجان کې يې د ولس ژغورل د طالب سرتېرو ویاړ یاد کړی دی.
په دې اوونیزه تبصره کې د ولس له همکاریو پرلپسې مننه شوې او ضمناً یاده شوې چې د ولس او هېواد یوازینی مدافع طالب ځواک دی.
«له دې څخه معلومیږي چې د دې مسلمان اولس او تاریخي هیواد واقعي مدافع ځواک د افغانستان اسلامي امارت دی. ځکه نور سیاسي اړخونه یوازې دې ته متوجه وي چې څرنګه خپل هیواد او ولس ولوټي، دولتي ځمکې غصب کړي، ملي سرمایې لوټ کړي او له هیواده بهر یې په پردیو بانکونو کې ذخیره کړي.»
یاده دې وي امریکايي ډيپلوماټانو روسته له هغه له طالبانو سره د مخامخ خبرو لړۍ پیل کړه، چې سپينې ماڼۍ ورته د دې خبرو د پیل امر وکړ.
د شنونکو په باور امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې او غواړي ځان ور ټول کړي، امریکا د را روان میلادي کال د مرستو لپاره هم ۱۵۳ میلیونه ډالر کم کړي دي.

شریک یي کړئ!